کابل (پژواک، ۱۳ لړم ۱۴۰۲): په اسلاماباد کې د افغانستان سفیر وایي چې پاکستان دې کډوالو ته د ستنېدو پروسه نوره هم اسانه کړي څو له ستونزو سره مخ نه شي.
په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د مولوي سرداراحمد شکیب په مشرۍ د سفارت يوه پلاوي د افغان کډوالو وضعیت څېړلو په موخه تورخم ته سفر کړی دی.
سرچینې ویلي، افغان سفیر په تورخم کې پاکستان لور ته له بند پاتې افغانانو سره ولیدل او د هغوی ستونزې یې واورېدې، وروسته نوموړی له کرښې واوښت او د اسلامي امارت له لوري له نیول شوي ترتیباتو د لیدنې ترڅنګ یې له افغان چارواکو سره د ستنېدونکو کډوال پر وضعیت هم خبرې وکړې.
دغه سفارت زیاته کړې، شکیب له خبریالانو سره د خبرو پر مهال ټینګار وکړ چې د کډوالو لپاره د ستنېدو پروسه باید نوره هم اسانه شي.
دغه راز نوموړي ویلي، یاده موضوع او د کډوالو د پیسو او مالونو د انتقال په کډون اړوندې ستونزې به بیا هم له پاکستاني لوري سره په جدي توګه شریکې کړي.
د یادونې ده، د پاکستان له لوري افغان کډوالو ته د ضربالاجل له پای ته رسېدو وروسته هره ورځ زرګونه افغانان د تورخم او سپینبولدک له لارو بېرته خپل هېواد ته راستنېږي.
Views: 103
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن