ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سرپرست سفیر خپله دنده پیل کړه

27 Oct 2023 - 02:58
27 Oct 2023 - 02:58

اټلانټا (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۲): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې متحده اماراتو ته استول شوی نوی سرپرست سفیر مولوي بدر الدین حقاني دسفارت کارکوونکو ته تر پېژندلو وروسته خپله دنده پیل کړه.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار د تلې په ۴مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په متحده عرب اماراتو کې د افغانستان سفارت نوی سرپرست سفیر مولوي بدرالدين حقاني ابوظبي ته ورسيد او نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د سفارت کارمندانو ته په رسمي ډول ور وپيژندل شو.

هغه زیاته کړ، د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت د متحده عرب اماراتو له لوري د شارزدافير په توګه د بدر الدين حقاني منل د دواړو هيوادنو تر منځ په اړيکو کي مهم پرمختګ بولي چې په ترڅ کې به يې د دواړو هيوادونو تر منځ سياسي، اقتصادي او نوري هر اړخيزي اړيکې لا هم پراخي او په اماراتو کې ميشت سلګونه زرو افغانانو ته د لا ښو خدماتو وړاندي کولو سبب وګرځي.

 

Views: 380

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version