ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان او متحده عربي اماراتو د اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا خبرې کړې دي

25 Sep 2023 - 19:31
25 Sep 2023 - 19:31

کابل (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۲): د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست وزیر په کابل کې د متحده عربي اماراتو سفیر سره په ليدنه کې دواړو لورو د اړیکو د پراختیا برخه کې یو بل ته د ښه نیت او لېوالتیا ډاډ ورکړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي نن په کابل کې د متحده عربي اماراتو له سفیر عیسی سالم الظاهري سره وکتل.

سرچېنې لیکلي چې په دې کتنه کې دواړو لورو په بېلابېلو سیاسي او اقتصادي برخو کې د افغانستان اسلامي امارت او متحده عربي اماراتو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا او پراختیا او همدارنګه د افغان ټولنې زیانمن شوو سیمو ته د بشري مرستو لېږلو په اړه بحث او خبرې وکړې.

خبرپاڼه کې راغلي، متقي په بېلابېلو برخو کې د متحده عربي اماراتو ښو او ارزښتناکو تجربو ته اشاره وکړه او متحده عربي امارات یې د افغانستان یو ښه سیاسي او اقتصادي دوست وباله.

په کابل کې د متحده عربي اماراتو سفیر هم د دواړو هېوادونو اړېکې ژورې او هراړخیزې بللي او د دې اړیکو په لا پراختیا او پياوړتیا یی ټینګار کړی.

بهرنیو چارو وزارت لیکلي چې په دې کتنه کې دواړو لورو د اړیکو د پراختیا په برخه کې یو بل ته د ښه نیت او لېوالتیا ډاډ ورکړ.

Views: 87

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version