Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
{{#message}}{{{message}}}{{/message}}{{^message}}Your submission failed. The server responded with {{status_text}} (code {{status_code}}). Please contact the developer of this form processor to improve this message. Learn More{{/message}}
{{#message}}{{{message}}}{{/message}}{{^message}}It appears your submission was successful. Even though the server responded OK, it is possible the submission was not processed. Please contact the developer of this form processor to improve this message. Learn More{{/message}}
Submitting…
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي، د دوحې درېیمه غونډه نن ماښام پیلېږي، سبا دوه بجې پای ته رسېږي او له هغه وروسته که ځیني استازي له چا سره ناستې کوي، له یادې غونډې سره تړاو نه لري.
باوري سرچینې وایي، د هېواد پخوانی ولسمشر حامد کرزی جرمني او د امریکا متحده ایالتونو ته له سفر وروسته نن مازدیګر بېرته کابل ته راستون شو.
په اتریش کې د ویانا د درې ورځنۍ ناستې له ترسره کېدو سره هممهاله، د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست رییس ویلي، هغه کسان چې خپله طرحه او ولسي ملاتړ او له نړۍوال سیاسته درک نهلري او بیا هم د بهرني ملاتړ په تمه وي، هغوی پر ماتې محکوم دي.
ملا بسمالله د استخباراتو عمومي ریاست د اداري او تامیناتي مرستیال، مولوي عبدالقیوم روحاني د خوست د والي او حاجي محمد وزیر د غزني د پېښو پر وړاندې د مبارزې د رییس په توګه ټاکل شوي دي.
د ترافیک پولیسو عمومي ریاست وایي، د اختر ورځو کې د هېواد په کچه د ترافیکي پېښو له امله ۴۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۶۱ نور ټپیان شوي دي.
اقتصادي کمېسیون د اوبو او برېښنا وزارت ته دنده سپارلې څو د کابل اړوند د سروبي دویم بند جوړولو او په جوزجان کې د ۳۰۰ ميګاواټه ګازي برېښنا د تولید په اړه له اړوندو شرکتونو سره تخنیکي بحثونه وکړي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږېکوونکې اداره وایي، افغانستان کې ۱۹ سلنه ماشومان په سختو کارونو بوخت دي، خو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، هڅه کوي چې د ماشومانو د کار مخنیوی وکړي.
د اسلامي امارت ویاند وایي، د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر په مکه معظمه کې د اسلامي هېوادونو د حج او اوقافو وزیرانو په ۴۸ نړۍوال کنفرانس کې ګډون وکړ.
د افغانستان لپاره د متحده ایالتونو ځانګړی استازی وایي، په واشنګټن کې یې له ازبکستان چارواکو سره په افغانستان کې د ګډو ګټو او په دې برخه کې پر حللارو خبرې کړې دي.
راپورونه وايي، د خیبر پښتونخوا په لکيمروت کې د سړک غاړې ماین چاودنې د یوه افسر په ګډون اووه پاکستان پولیس وژلي او یو بل یې ټپی کړی دی.
د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر د اسلامي هېوادونو د حج او اوقافو وزیرانو کنفرانس کې د ګډون په موخه سعودي عربستان ته ولاړ.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت وایي، هېوادونه باید د ا.ا د هغو چارواکو د سفر لپاره اجازه واخلي چې د بندیزونو په نوملړ کې دي او د چارو یو شنونکی دغه چاره د یادو چارواکو د سفرونو لپاره نوښت بولي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن