کابل (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۱۴۰۳): د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر د اسلامي هېوادونو د حج او اوقافو وزیرانو کنفرانس کې د ګډون په موخه سعودي عربستان ته ولاړ.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست دوکتور نورمحمد ثاقب به د حج او اوقافو وزیرانو کنفرانس – چې د دوشنبې ورځ د مکې مکرمې ښار کې جوړیږي – ګډون وکړي.
خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه کنفرانس کې د حج او اوقافو وزیران او د اسلامي نړۍ مشهور شخصیتونه ګډون کوي.
سرچينې لیکلي چې ثاقب به دغه راز د خپل سفر پر مهال په مدینه منوره او مکه معظمه کې د افغان حاجیانو د تنظیم په موخه د جوړو شوو کمېټو فعالیتونه هم نظارت کړي.
د یادونې ده، سږ کال د سعودي عربستان له لوري افغانستان ته د ۳۰ زره حاجيانو سهم ورکړل شوی دی.
Views: 23