Pajhwok Afghan News

اروپایي ټولنې، ناټو او ځینو هېوادونو له طالبانو څخه د جګړې کمولو غوښتنه وکړه

کابل (پژواک، ۱۲ زمری ۱۴۰۰) : اروپایي ټولنې، ناټو او په کابل کې د امریکا په ګډون یو شمېر سفارتونو ویلي چې پر ملکي بشري تاسیساتو هر ډول برید، باید د نړیوالو قوانینو په رڼا کې د احتمالي جنګي جنایت په توګه وڅېړل شي.

دغه څرګندونې په هغې ګډه خبرپاڼه کې شوې چې په افغانستان کې د اسټرالیا، کاناډا، چک جمهوریت، ډنمارک، اروپایي ټولنې، فنلینډ، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جابان ، سوېلي کوریا، هالنډ، سویډن، بریتانا، ناټو او د امریکا سفارتونو له خوا د زمري په ۱۲مه، خپره شوې ده.

څو ورڅې مخکې په هرات ښار کې د جګړې پر مهال د وسله والو طالبانو په یوه برید کې د یوناما د ځایي دفتر یو ساتونکی ووژل شو او دوه تنه یې ټپیان شول.

د یادو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې پر یوناما برید او په ښارونو کې وروستۍ جګړې غندل شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، پر ملکي بشري تاسیساتو هر ډول برید، باید د نړیوالو قوانینو په رڼا کې د احتمالي جنګي جنایت په توګه وڅېړل شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، طالبان دې له بشر حقونو څخه د سرغړاوي مواردو له انکار څخه لاس واخلي او په خپلو لیکو کې دې د مسوولو کسانو د تعقیب او قانوني څېړنې چاره ترسره کړي.

سرچینې ویلي : “لکه څرنګه چې موږ مخکې هم څرګند کړې د طالبانو بریدونه له هغه سره ټکر لري چې دوی ادعا لري چې په دوحه کې د خبرو او مسالمت امیزو حل لارو څخه ملاتړ کوي. موږ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له نماینده ګۍ سره یو ځای کیږو او له طالبانو غواړو چې میلیونونو اړمنو افغانانو ته بشري مرستو ته د لاسرسي اجازه ورکړي. ”

یادو هېوادونو دغه راز په افغانستان کې د روانو تاوتریخوالو د ژر تر ژره پای ته رسېدو غوښتنه کړې او له ټولو خواوو یې غوښتي چې دایمي او هر اړخیز اوربند ته غاړه کیږدي او سیاسي حل لارې ته مصمم واوسي.

Views: 23

Exit mobile version