Pajhwok Afghan News

د لوړو زده کړو وزارت : د ۱۱ ولایتونو پوهنتونونو کې د زمري په ۱۶مه حضوري زده کړې پیلیږي

کابل (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۰) : د لوړو زده کړو وزارت اعلان کړی چې سر له سبا شنبې (د زمري ۱۶مه ) څخه به په یوولسو ولایتونو کې د پوهنتونونو حضوري زده کړې پیل شي.

د دغه وزارت له خوا د زمري په ۱۵مه، خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ، د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه شورا د ۱۴۰۰/۵/۲ نېټې د پرېکړې پر بنسټ په یوولس ولایتونو (کابل، کندوز، نیمروز، دایکنډي، بلخ، جوزجان، بادغیس، کندهار، نورستان، سمنګان، پنجشېر او جوزجان) کې حضوري درسونه سبا د زمري په ۱۶مه پیلېږي؛ دغه پروسه به په نورو ۲۳ ولایتونو کې هم په تدریجي ډول پلې شي.

سرچینې زیاته کړې، هغه محصلان چې تر اوسه یې د کرونا واکسین نه دی کړی کولای شي چې تحصیلي بنسټونو او روغتیایي مرکزونو ته ورشي او واکسین ترلاسه کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارې او په یادو ۱۱ ولایتونو کې د لوړو زده کړو دولتي او خصوصي بنسټونه مکلف دي چې د افغانستان عامې روغتیا وزارت له روغتیایي لارښوونو سره سم تدابیر ونیسي او روغتیایي لارښوونې پلې کړي.

د یادونې ده چې په نورو ۲۳ ولایتونو کې به د عامې روغتیا وزارت له خوا د وروستي راپور له ترلاسه کولو وروسته تصمیم ونیول شي.

Views: 53

Exit mobile version