ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خصوصي پوهنتونونو کې د دولتي ښوونيز نصاب پر پلي کېدو ټينګار وشو

28 Nov 2011 - 17:42
28 Nov 2011 - 17:42

کابل (پژواک ٧ ليندۍ ٩٠): په هغه ورکشاپ کې چې نن په کابل کې جوړ شو، د لوړو زده کړو په خصوصي موسسو کې د دولتي پوهنتونونو د ښوونيز نصاب پر پلي کېدو ټينګار وشو.

 په دغه دوه ورځني ورکشاپ کې د لوړو زده کړو د وزارت يو شمېر چارواکو او همدارنګه له مرکز او ولايتونو څخه د دولتي او خصوصي پوهنتونونو چارواکو ګډون کړى دى.

 د لوړو زده کړو وزارت تدريسي مرستيال محمد عثمان بابري د ورکشاپ په پيل کې وويل، له دې امله چې د لوړو زده کړو د يو شمېر خصوصي موسساتو ښوونيز نصاب د ياد شوي وزارت د تدريس له څرنګوالي او نصاب سره سمون نه لري، د دغو پوهنتونونو فارغين د زده کړې د دورې له پاى ته رسېدو وروسته په لږه کچه دولتي ارګانونو ته جذبېږي.

 نوموړي د لوړو زده کړو په خصوصي موسسو کې د دغه نصاب پر پلي کېدو او د ټولو تحصيلي موسسو ترمنځ پر همغږۍ د ټينګار ترڅنګ وويل، چې له ياد شوي نصاب څخه ګټه اخيستنه به د لوړو زده کړو د خصوصي موسسو د درسي کيفيت پر لوړوالي مثبتې پايلې ولري.

 د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي موسسو مشر مسعود ترشت وال، چې په دغه ورکشاپ کې يې ګډون کړى، په خصوصي موسساتو کې د کيفيت د ښه والي لپاره د لوړو زده کړو وزارت د نصاب پلي کېدل ګټور وباله.

 نوموړي وويل، چې د لوړو زده کړو خصوصي موسسې د جواز د ترلاسه کولو پر مهال د لوړو زده کړو وزارت ته يو لړ طرحې وړاندې کړې وې، چې په هغه کې د وزارت ښوونيز نصاب په پام کې نيول شوى وو.

 خو نوموړي زياته کړه، چې زياتره خصوصي موسسې دغه نصاب نه پلى کوي.

 نوموړي وويل چې هڅه به وکړي، ترڅو د لوړو زده کړو له خوا جوړ شوى نصاب په ټولو خصوصي موسسو کې پلى شي.

 ټاکل شوې ده، په دغه ورکشاپ کې د لوړو زده کړو د موسسو ترمنځ د همغږۍ په اړه خبرې اترې وشي او پايلې يې سبا اعلان شي.

 د لوړو زده کړو د وزارت د معلوماتو له مخې، اوس مهال د هېواد په کچه د لوړو او نيمه لوړو ٢٦ دولتي موسسې او همدارنګه د لوړو او نيمه لوړو ٥٢ خصوصي موسسې فعاليت لري.

 د سرچينې د معلوماتو له مخې، اوس مهال په دولتي پوهنتونونو کې ٨٠زره محصلين او په خصوصي موسسو کې ٤٠زره محصلين په زده کړه بوخت دي.

 

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version