Pajhwok Afghan News

په پکتيکا کې د جګړو له امله نږدې اووه زره کورنۍ بې ځايه شوې دي

ښرنه (پژواک، ١٩ زمرى ١٤٠٠): د پکتيکا د کډوالو چارو رياست وايي چې په دغه ولايت کې د وروستيو جګړو له امله نږدې ٧ زره کورنۍ بې ځايه شوي او دا مهال په سخت اقتصادي حالت کې ژوند کوي.

د پکتيکا د کډوالو چارو رييس زمريالي فضليار د زمري په ١٩ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې د وروستيو پر له پسې جګړو له امله ٦٨٤٦ کورنۍ بې ځايه شوې دي.

هغه وايي چې له يادو کورنيو څخه ١٦٠٠ يې تر اوسه له دوى سره ثبت شوي چې له ٢٥٠ سره يې د خوړو نړيوال سازمان له لوري مرستې هم شوې دي.

ده زياته کړه: “موږ پلان لرو چې پاتې نورې کورنۍ هم سروې کړو او د وس مطابق مرستې ورسره وکړو.”

نوموړي وويل چې دا مهال د سلو بې ځايه شويو کورنيو لپاره دوى يو کمپ هم جوړ کړى، خو هڅه کوي چې په دغه کمپ کې پنځو سوو کورنيو ته د استوګنې اسانتياوې برابرې کړي.

فضليار دا هم وويل چې د روان کال په اوږدو کې تر اوسه ٢٤٦ کورنۍ له ايران او پاکستان څخه هم دغه ولايت راستنې شوي چې ٨٨ کورنۍ په اجباري توګه را ايستل شوې دي.

د پکتيکا د کډوالو چارو رييس له حکومت، موسسو او خيريه بنسټونو غوښتنه وکړه چې په دغه ولايت له بې ځايه شويو سره پوره همکاري وکړي.

په ورته وخت کې د بې ځايه شويو کسانو له ډلې څخه عصمت الله پژواک ته وويل چې له مټاخان ولسوالۍ ښرنې ته بې ځايه شوى دى.

ده وويل: “سخت جنګونه روان و، ډېر کم خلک په مټاخان کې پاتې دي، ټول ښرنې او نورو ولايتونو ته کډه شوي دي.”

همدرانګه يو بل بې ځايه شوي جهانګير پژواک ته وويل چې بې ځايه شوې کورنۍ دا مهال له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

هغه زياته کړه: “دلته تر شنه اسمان لاندې شپې تېروو، سرپناه نه لرو، ډوډۍ نه لرو، ماشومان او سپين ږيري ټول مريضان دي، دا څه بد حالت شو پر موږ.”

يو شمېر نورو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومت څخه يې غوښتنه وکړه چې اړينې مرستې ورسره وکړي او يا هم سيمې بېرته امن کړي، ترڅو خپل کلي او کور ته ستانه شي.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې په ټول هېواد کې جګړو زور اخيستى چې له امله یې زرګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او زرګونه کورنۍ بې ځايه شوې دي.

Views: 100

Exit mobile version