کابل (پژواک، ۲۱ زمری ۱۴۰۰): په قطر کې د افغان سولې په تړاو د ټرویکا غونډې په څنډه کې د افغان دولت او طالبانو پلاوو د یو شمېر هېوادونو او نړیوالو سازمانونو له استاو سره د خپل دریځ روښانه کولو په موخه لیدنې کتنې کړې دي.
د ټرویکا ناسته چې د امریکا، افغانستان، چین، روسیې او پاکستان استازو په کې ګډون کړی و، پرون ترسره شوه.
په دې ناسته کې د افغان دولت په استازیتوب د ملي روغي جوړې عالي شورا رییس ډاکتر عبدالله عبدالله ګډون کړی و.
د ملي روغې جوړې شورا ویاند فریدون خوځون د زمري په ۲۱مه پژواک اژانس ته وویل چې د دې ناستې په څنډه کې پرون ډاکتر عبدالله د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره ولیدل.
هغه زیاته کړه، په دې ناسته کې د ملي روغې جوړې عالي شورا رييس د سولې د مذاکراتو د پرمختګ پر وړاندې پر شته خنډونو خبرې وکړې او مذاکرات یې د حل یوازېنۍ لار یاده کړه.
ډاکتر عبدالله دغه راز په کور دننه د طالبانو له لوري د ښارونو او ولسوالیو د اشغال او بریدونو په اړه هم وویل چې دغه اقدامات د سولې له پروسې سره مرسته نه کوي؛ بلکې د ډېرو افغانانو د وژل کېدو او زرګونه کورنیو د بېځایه کېدو لامل ګرځي.
هغه وویل چې په کور دننه ټول سیاسي او جهادي مشران او افغانان د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ کوي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد په افغانستان کې د بریدونو او تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه وښوده او ټينګار یې وکړ چې جګړه حل لاره نه ده.
دغه راز ډاکتر عبدالله عبدالله د افغان سولې لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي ژان ارنو سره په دوحه کې په خپل استوګنځي کې ولیدل.
په دې ناسته کې د افغانستان سولې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په افغانستان کې د جګړې پر فوري بندېدو ټینګار وکړ او ویې ویل چې د سولې د مذاکراتو پر وړاندې خنډونه لرې شي.
هغه وویل چې دوی په افغانستان کې له پراخېدونکې نا امنۍ او د جګړې له زور اخیستو اندېښنه لري او غوښتنه کوي چې د سیاسي توافق د رامنځته کېدو لپاره دې جګړه بنده او مذاکرات سرعت پيدا کړي.
د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي د مننې کولو ترڅنګ وویل، اوس د دې وخت را رسېدلی چې نړۍ په یوه خوله په افغانستان کې د سولې تامین او جګړې د پای ته رسېدو لپاره واحد دریځ غوره کړي.
دغه راز ډاکتر عبدالله په دوحه کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د سوېلي اسیا، ایران، عراق او افغانستان د برخې له مسوول، د ایران له سفیر د اسټرالیا له شارژدافیر او د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق خان سره ولیدل.
په دې ناسته کې د پاکستان ځانګړي استازي په افغانستان کې د جګړې شدت ته په کتو وویل چې جګړه د حل لاره نه ده او ژمن دي چې د افغانستان له سولې سره مرسته وکړي.
هغه د مذاکراتو پر بیا پیل او دوام ټينګار وکړ.
بلخوا د طالبانو د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر هم د یو شمېر هېوادونو له استازو سره لیدنې کتنې کړې دي.
د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکتر نعیم په ټویټر کې لیکلي چې پرون ملا برادر اخوند او ورسره پلاوي د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال حاجيف وفا سره ولیدل.
هغه زیاته کړې، په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دوه اړخيزو اړیکو، سرحدي چارو، اقتصادي پروژو او همداسي په افغانستان کې د ترکمنستان د ډيپلوماتیکو مراکزو پر امنیت خبرې وشوې .
ډاکتر نعیم وایي، طالبان ګاونډي هېواد ته له خپله اړخه د دوی د ډيپلوماتیکو مراکزو او اقتصادي پروژو د امنیت پوره ډاډ ورکړ او هیله يې څرګنده کړه چې په راتلونکي کې د دواړو هېوادونه دوستانه اړیکې لا پراختیا ومومي.
دغه راز ملا برادر د روسيې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمير كابلوف سره هم د هېواد د روان وضعيت او د مذكراتو د وروستيو حالات په اړه خبرې وکړې.
د ډاکتر نعیم په وینا، ملا برادر په دې لیدنه کې ویلي: “موږ سوله ييز حل ته ژمن يو، اولویت مو دا دی چې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل شي. البته نور لوري بايد د سوله یيز حل پر وړاندې مشکلات جوړ نه کړي.”
د هغه په وینا، ضمير كابلوف د طالبانو د موقف ستاینه وکړه او د خپل هېواد په استازولۍ يې د افغانستان د ستونزو د هواري په اړه د همکارۍ او مرستې ژمنه بيا هم تکرار کړه او د مذاکرانو د پروسې د چټکولو په اړه يې د مرستې لپاره چمتووالی وښود.
Views: 2148