Pajhwok Afghan News

د پروازونو د نه شتون له امله دوحې ته د افغان پلاوي سفر ځنډېدلى

کابل (پژواک، ٢٥ زمرى ١٤٠٠): د مصالحې عالي شورا وايي چې د پروازونو نه شتون له امله دوحې ته د افغان پلاوي سفر ځنډېدلى دى.

پرون د طالبانو تحريک د ولسمشرۍ ماڼۍ په ګډون د کابل ښار د نږدې ټولو سيمو واګې په لاس کې نيولې چې له امله يې زرګونه کسان له پاسپورټونو او ويزو پرته هوايي ډګر ته ورغلي او نورو هېوادونو ته د تګ هڅې کوي.

په کابل هوايي ډګر کې د همدې ګڼې ګوڼې له امله د ملکي هوايي چلند ادارې اعلان کړی چې بهرنيو هېوادونو ته ټول ملکي پروازونه بند دي.

بل لور ته د ملي مصالحې عالي شورا وياند فريدون خوځون پژواک ته وويل چې نن د پروازونو د نه شتون له امله دوحې ته د افغان پلاوي سفر ځنډېدلى دى.

هغه د پلاوي د غړو او د سفر د موخې په اړه نور جزئيات وړاندې نه کړل.

خوځون د دې پوښتنې په ځواب کې چې له قطره د طالبانو کوم پلاوى کابل ته راځي کنه؟ وويل: ((په دې اړه تر اوسه موږ سره معلومات نه دي شريک شوي.))

بل لور ته طالبان وايي، په افغانستان کې د راتلونکي نظام د جوړېدو په اړه له یو شمېر افغان سیاسیونو سره خبرې کوي او یو پلاوی له کابله دوحې ته ورځي.

په قطر کې د دې ډلې د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ازادي راډیو ته ويلي، لا معلومه نه ‌ده چې دا پلاوی به کله ولاړ شي، خو دا پلاوی به ژر دوحې ته ولاړ شي او دوی هم چمتو دي چې د افغانستان د راتلونکي په اړه سره بحثونه وکړي.

نعیم زياتوي: ((موږ غواړو چې یو تفاهم وي او په سوله‌ییز شکل د راتلونکي لپاره یو ترتیب برابر شي. هغه کسان چې راځي، دلته به راشي، سره کېنو او وګور چې څه کېږي. اوس وضعیت عادي نه‌ دی، وګورو چې څه کېږي او څه ډول راتلونکی ترتیب برابرېږي.”

په ورته وخت کې پخواني ولسمشر حامد کرزي تېره شپه بي ‌بي ‌سي ته وویل، له طالبانو سره د راتلونکي نظام د جوړېدو په اړه د خبرو لپاره دوحې ته ځي.

کرزی زياتوي چې زلمي خلیلزاد ده ته ټیلېفون کړی او ترې یې غوښتي چې له طالبانو سره د خبرو لپاره قطر ته سفر وکړي.

هغه ونه‌ویل چې دا سفر به کله وشي، خو ټینګار یې وکړ چې له طالب مشرانو سره د سولې او امنیت د راتلو لپاره په اړیکه کې دی.

د يادونې ده، ملګرو ملتونو نن دوشنبې د افغانستان په اړه بېړنۍ ناسته هم  رابللې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش له طالبانو هم غوښتي چې له زغمه کار واخلي، بشري حقونو ته درناوی وکړي او د بشري مرستو رسېدو ته زمینه برابره کړي.

Views: 762

Exit mobile version