Pajhwok Afghan News

بایډن د خپل ملي امنیت له ټېم سره یو ځل بیا پر افغانستان غږېدلی

کابل (پژواک، ۳۱ زمری ۱۴۰۰) : د امریکا ولسمشر جوبایډن یو ځل بیا له خپل ملي امنیت ټیم سره د افغانستان د وروستیو حالاتو په اړه خبرې کړې دي.

د سپینې ماڼې له خوا په یوه لنډه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې د افغانستان د وروستیو امنیتي حالاتو، له ترهګرۍ سره پر مبارزې، له افغانستانه د خلکو د ایستلو د هڅو او یوشمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.

سرچینې زیاته کړې چې تراوسه امریکا له افغانستان څخه شاوخوا ۲۰ زره کسان ایستلي او دغه پروسه روانه ده.

بلخوا ولسمشر جوبایډن له امریکايانو سره ژمنه کړې چې له افغانستان څخه به یې وباسي او خبرداری یې ورکړی چې د کابل د نړیوال هوايي ډګر له لارې د زرګونه کسانو د ایستلو عملیات خطرناک دي.

هغه د وسله والو د بریدونو احتمال ته پام سره له کابله د وتلو عملیات خورا پراخ او ستونزمن وبلل.

ده زیاته کړه : “له افغانستانه د وتلو ماموریت خطرناکه دی. زموږ پوځیانو ته هم خطر لرلای شي او په ډېرې سختۍ ترسره کېږي. دا چې وروستۍ پایله به یې څه او څنګه وي یا زیانونه به ولري که نه زه څه نه شم ویلی، خو د اعلی سرقوماندان په توګه ډاډ درکوم چې ټول اړین امکانات به ورته ځانګړي کړم.”

Views: 451

Exit mobile version