ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امریکا د کانګرېس د بهرنیو اړیکو کمیټه د دوحې هوکړې په اړه غونډه کوي

د امریکا د کانګرېس د بهرنیو اړیکو کمیټه د دوحې هوکړې په اړه غونډه کوي

author avatar
14 Feb 2024 - 14:52
د امریکا د کانګرېس د بهرنیو اړیکو کمیټه د دوحې هوکړې په اړه غونډه کوي
author avatar
14 Feb 2024 - 14:52

کابل (پژواک، ۲۵ سلواغه ۱۴۰۲): د امریکا د کانګرېس د بهرنیو اړیکو کمیټې اعلان کړی چې د زلمي خلیلزاد په شتون کې د «بایډن د دولت له لوري د دوحې تړون نه پلی کېدو څرنګوالي» په اړه غونډه کوي.

یادې کمیټې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې دغه ناسته به سبا (پنج‌شنبه د سلواغې ۲۶مه) جوړه شي چې پکې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا مخکینی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد چې د دوحې د تړون جوړوونکی بلل کېږي، سپیناوی ورکوي.

د امریکا د کانګرېس د بهرنیو اړیکو کمېټې د دې غونډې موضوع «د پردې تر شا: د بایډن دولت څنګه ونه توانېده چې د دوحې هوکړه عملي کړي» بللې ده.

د یادولو ده چې د دوحې تړون د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په میاشت کې د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ په دوحه کې لاسلیک شو چې له مخې یې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووتل.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو او په دغه هېواد کې د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره امریکا د خپلو وګړو او متحدینو د لېږد عملیات پیل کړل.

تر دې مخکې امریکايي او افغان سیاستوالو څو ځله له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو پر ډول سختې نیوکې کړې دي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن تل له افغانستانه د دغه هېواد د ځواکونو له ایستلو دفاع کړې او ویلي یې دي چې له افغانستانه د وتلو له امله ‎به بښنه ونه غواړي.

Views: 30

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.