ژبه

کابل ښار کې د کوڅو جوړولو درېیو پروژو چارې بشپړې شوې

کابل (پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۳): د کابل ښاروالي وایي، د ښار په اوومه ناحیه کې د ۲۴،۱ میلیون افغانیو په لګښت د سړک او کوڅو جوړولو درې پروژې بشپړې شوې.

د کابل ښاروالۍ نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه پروژې د اوومې ناحیې په نولسم، اووه دېرشم او څلوېښتم ګذرونو کې پلې شوې دي.

سرچینې زیاته کړې، په نولسم ګذر کې د ۵۸۲ مترو په اوږدوالي او پنځو مترو په سور او څلوېښتم ګذر کې د ۵۰۳ مترو په اوږدوالي او پنځو مترو په سور د فرعي سړکونو کانکرېټولو او په اووه دېرشم ګذر کې د ۸۴۷ مترو په اوږدوالي او شپږ مترو په سور د تیږو فرشولو پروژې پلې شوې دي.

سرچینه زیاتوي، د دغو پروژو چارې د کابل ښاروالۍ له لوري د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په ۲۴،۱ میلیون افغانیو په لګښت د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شوې دي.

د سرچینې په حواله، په یادو پروژو کې ۶۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.

ورته موضوع