منځپانګې ته تلل
جمعه ۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۵۰ غ.م
۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۵°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

کابل ښار

۳۵۷ راپورونه

راپورونه

کابل ښار کې د سرو زرو بیې لوړې شوې دي

نن په کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په نسبت د سرو زرو او هندي بورې بیې لوړې شوې خو د نورو لومړنیو خوراکي توکو او نفتي موادو بیو کې بدلون نه دی راغلی.…

کابل ښار کې د ځمکې لاندې جوړ شوی ستر سوداګریز مرکز پرانیستل شو

کابل ښار کې د عامه - خصوصي مشارکت له لارې د ۷۹۰ میلیون افغانيو په لګښت د ځمکې لاندې د ۳۴۰ هټۍلرونکي نوي جوړ شوي مرکز پرانیسته وشوه؛ تر ۳۰ کلونو به د دغه مرکز ۶۵ سلنه عواید قراردادي شرکت او پاتې ښاروالۍ ته ورکول کېږي.

کابل ښار کې د اوړو بیه ټیټه شوې

نن په کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په پرتله د قزاقي اوړو بیه ټیټه خو د سرو‌زرو بیه لوړه شوې ده. کابل ښار کې د خوراکي توکو د سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي…

کابل ښار کې د اوبو کمښت؛ ښځې او ماشومان په ډېر کړاو له اوبو ډکې بوشکې تر خپلو کورونو وړي

پرله‌پسې وچکالۍ او د ځمکې لاندې اوبو کچې ټیټېدو د کابل ښار ځینو سیمو کې ښځې او ماشومان اړ کړي څو د اړتیا وړ اوبو ترلاسه کولو لپاره له لرو ځایونو د اوبو درنې بوشکې تر خپلو کورونو ولېږدوي؛ هغه کار چې د ډاکټرانو په وینا، د ملا د ډېسک، د بندونو د درد او پښتورګو د ستونزې په څېر ناروغیو پیدا کېدو لامل ګرځي.

کابل ښار کې د محرم لسمه ولمانځل شوه

د محرم لسمه (عاشورا) په کابل ښار کې د حکومتي مسوولینو، قومي مشرانو او ځوانانو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه؛ ګډونوالو دغه ورځ د سرښندنې، عدالت غوښتنې او یووالي ورځ وبلله او د مسلمانانو ترمنځ یې پر ورورولۍ او اتحاد ټینګار وکړ.

نور راپورونه