کابل (پژواک، ۱۸ وږی ۱۴۰۴): کابل ښار کې د عامه – خصوصي مشارکت له لارې د ۲۸۱ میلیون افغانيو په لګښت د ځمکې لاندې د ۳۴۰ هټۍلرونکي نوي جوړ شوي مرکز پرانیسته وشوه؛ تر ۳۰ کلونو به د دغه مرکز ۶۵ سلنه عواید قراردادي شرکت او پاتې ښاروالۍ ته ورکول کېږي.
دغه سوداګریز مرکز د کابل ښار د پلخشتي ساحې او سپاهيګمنام چوک ترمنځ د ځمکې لاندې د افغان شاهين ودانیز شرکت له لوري پر ۷ زره او ۲۸۰ مترمربع دولتي ځمکه په یو پوړ کې جوړ شوی او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستیال مولوي محمدخالد سجستاني په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې دغه مرکز د عامه – خصوصي مشارکت (PPP) پر بنسټ جوړ شوی او له مخې به یې د کلنیو عوایدو ۳۵ سلنه د کابل ښاروالۍ او ۶۵ سلنه د افغان شاهین شرکت برخه وي.
هغه وایي چې یاد مارکېت د ۳۰ کلونو لپاره یاد شرکت ته په قرارداد ورکړل شوی دی.
هغه یادونه وکړه چې دا مهال په کابل ښار کې ۲۰۰ عمراني پروژې د جوړېدو په حال کې دي.
د افغان شاهین شرکت سلاکار میوند دوستي په دغو مراسمو کې وویل چې شرکت پر دغه سوداګریز مرکز ۷۹۰ میلیونه افغانۍ لګښت کړی دی.
هغه زیاته کړه، یاد مارکېټ ۳۴۰ هټۍ، شپږ دروازې، د دولتي برېښنا ترڅنګ لمریزه برېښنا او نور اړین امکانات لري.
د نوموړي په خبره، یاد مرکز ټوکرپلورنې ته ځانګړی شوی او له فعالېدو سره یې شاوخوا ۱۰۰۰ کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابرېږي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي خانجان الکوزي په نننيو مراسمو کې وویل چې یاد مرکز له سوداګریز پلوه په مهمه سیمه کې جوړ شوی دی.
هغه زیاته کړه په دغه مرکز کې به په مستقیم او غیرمستیم ډول زرګونو کسانو ته د کار زمينه برابره او ورسره به پر دولت د بوج کمېدو ترڅنګ «ستر اقتصادي حرکت» رامنځته شي.
هغه د هېواد پر سوداګرو او پانګهوالو غږ وکړ چې په خپل هېواد کې پانګونې وکړي او په اقتصادي پرمختګ کې یې دې ونډه واخلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP