ژبه

کابل ښار کې د «غیبي بابا» ښارګوټي څه باندې ۵۳۲ جریب ځمکه امارتي تثبیت شوه

احمد صهیب حسرت

۲۳ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۳:۰۵

Views: ۲

کابل (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۵): د عدلیې وزارت وایي، د مرکزي زون د امارتي غصب شوو ځمکو قضیو ته د رسېدنې ځانګړې محکمې د پرېکړې له مخې، په کابل ښار کې د «غیبي بابا» ښارګوټي څه باندې ۵۳۲ جریب ځمکه امارتي تثبیت شوې ده.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې،  دا ځمکه د کابل ښار په اوولسمه ناحیه کې موقعیت لري او د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون له دې وړاندې د هغې موضوع بررسي کړې او د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷مې مادې له مخې یې د یادې ځمکې دوسیه‌ رسماً د مرکزي زون د امارتي غصب شوو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې ته سپارلې وه.

سرچینه زیاتوي، یادې اختصاصي محکمې د متصرفینو او کمېسیون د اسنادو او مدارکو، املاکي دفاترو له دقیقې بررسۍ او اړوندو ادارو د معلوماتو له اخیستو وروسته مشخصه کړه چې څه باندې ۵۳۲ جریب ځمکه یې په څلورو کادستري قطعو کې د دولت په نوم سروې شوې او قیدیت لري.

خبرپاڼه کې راغلي، دې محکمې د ټولو اسنادو او شواهدو له بررسۍ وروسته پرېکړه وکړه چې د یادې ځمکې له مجموعې څخه دغه اندازه ځمکه امارتي ده او د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون ته دې وسپارل شي.

عدلیې وزارت لیکلي، د هېواد په کچه د امارتي غصب شوو ځمکو د بررسۍ، تثبیت او استرداد بهیر په کلکه جریان لري او د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون، ولایتي تخنیکي پلاوی یې او اړوندې اختصاصي محکمې د اسنادو، مدارکو او د امارتي ادارو اړوندو معلوماتو له دقیقې بررسۍ وروسته، د امارتي  غصب شوو ځمکو په هکله پرېکړه کوي.