Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

دا اونۍ کابل ښار کې د اوړو او نفتي توکو بیې لوړې شوې دي

کابل (پژواک، ۱۲ تله ۱۴۰۴): د تېرو اوو ورځو مخکې په پرتله نن په کابل ښار کې د نفتي توکو، سرو زرو او اوړو بیې لوړې شوې، خو د نورو لومړنیو توکو په بیو کې بدلون نه دی راغلی.

کابل ښار کې احمدیار د تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د تېرو اوو ورځو مخکې په پرتله د یو لېټر پټرولو بیه له ۷۲ نه ۷۵ افغانیو او د یو لېټر ډېزلو بیه له ۷۳ نه ۷۷ افغانیو ته لوړه شوې ده.

دغه‌راز، د کابل ښار په دهن‌باغ کې ګاز پلورونکی محمدجان امین وايي چې د تېرې شنبې په پرتله نن د یو کیلوګرام اوبلن ګاز بیه له ۵۱ نه ۵۳ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د نفتي توکو د پلورونکو په خبره، په نړۍوالو بازارونو کې د نقتي توکو د بیو لوړېدو او پر وارداتو یې د سختو قوانینو وضع کېدو له امله د کابل ښار په بازارونو کې هم د یادو توکو بیې لوړې شوې دي.

خوراکي توکي

کابل ښار کې د خوراکي توکو سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي وویل چې نن د تېرو اوو ورځو مخکې په پرتله په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه له ۱۴۰۰ نه ۱۴۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د نوموړي په وینا، د تېلو د بیو او د موټرو د کرایو لوړېدو له امله د کابل ښار په بازارونو کې د قزاقي اوړو بیه هم لوړه شوې ده.

خو هغه وايي چې نن هم کله اووه ورځې مخکې په عمده ډول ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۰۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندي بوره په ۲۳۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۶۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام تور افریقایي چای په ۳۸۰ افغانۍ او یو کیلو شین اندونیزیایي چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په دهن‌باغ سیمه کې د خوراکي توکو یوه پرچون‌پلورونکي حامد صوفي‌زاده وویل، نن په پرچون ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۱۵۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۴۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېټره مالیزیايي غوړي په ۱۶۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام تور افریقایي چای په ۴۳۰ افغانیو پلورل کېږي.

د سرو زرو بیې

کابل ښار کې د یوې زرګرۍ مالک محمد‌فواد وویل چې د تېرو اوو ورځو پر نسبت نن د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ۶۲۷۰ نه ۶۶۰۰ افغانیو ته او د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له ۴۸۹۰ نه ۵۱۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د سرو‌زرو پلورونکو په وینا، د کابل ښار په بازارونو کې د سرو‌زرو بیو بدلون په نړۍوالو بازارونو کې د هغه د بیو له بدلون سره تړاو لري.

د اسعارو بیې

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د یوې صرافۍ مالک حاجي محمدحسین وویل چې نن د یوه امریکايي ډالر پېر بیه ۶۷ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۳۰ افغانیو تبادله کېږي.

دا په داسې حال کې چې د روان کال د تلې په ۵مه د یوه امریکايي ډالر د اخیستو بیه ۶۷ اعشاریه ۴۰ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۳۰ افغانۍ بدلېدې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.