کابل (پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۳): د شهزاده سرای د صرافانو اتحادیه وایي چې په نړۍواله درجهبندۍ کې افغانۍ د باثباته کرنسیو په کتار کې درېیم ځای خپل کړی دی.

په دې تړاو د کابل ښار په شهزاده سرای کې نن جوړه شوې غونډه کې د دغه سرای د صرافانو اتحادیې مشر بهرامخان ځدراڼ وویل، دا د ویاړ ځای دی چې افغانۍ د باثباته کرنسیو په قطار کې درېیم مقام خپلوي.

نوموړی وایي، افغانۍ خپل ملي هویت د اسلامي امارت د ښو اقتصادي پالیسیو له مخې ثابت کړ او زیاته یې کړه چې په دې برخه کې صرافانو هم ځانګړی رول ادا کړی دی.

هغه وویل چې خلکو هم د افغانیو په ترویج کې مهم رول ادا کړی دی.

همدارنګه د سوداګرۍ او پانګونې خوني لومړي مرستیال یونس مومند وویل، دا د خوشحالی ځای دی چې افغانستان د پولي ثبات برخه کې درېیم مقام ترلاسه کوي.

نوموړی وایي، ټول هغه سیسټمونه چې په هېواد کې د پولي ثبات لپاره کار کوي، دوی ورسره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

هغه له حکومته غوښتنه وکړه چې شهزاده سرای کوچنی دی او بل ځای دې ورکړل شي.

ورتهمهال، د سوداګرۍ او پانګونې خوني د درالانشاء رییس خانمحمد سرفراز باز وویل چې دوه کاله مخکې افغانۍ د ګاونډیو هېواد له کرنسی سره پرتله کېده، خو اوس افغانۍ د نړۍ په کچه درېیم مقام اخیستی دی.

نوموړی وایي چې افغانۍ، د افغانستان د خلکو ملي هویت دی او د دغه هویت د ثبات لپاره باید ټول په ګډه کار وکړي.

هغه له حکومت، سوداګرو او عام خلکو غوښتنه وکړه چې په هېواد کې د اقتصادي ثبات لپاره دې لاسونه سره ورکړي او په دې برخه کې دې همکاري وکړي څو افغانستان پرمختګ وکړي.

د شهزاده سرای د صرافانو د اتحادیې د معلوماتو له مخې، افغانۍ دغه مقام د بلومبرګ نړۍوالې رسنۍ په تازه سروې کې ترلاسه کړی دی.

د یادې سروې په اړه مو وغوښتل د افغانستان بانک نظر هم ولرو خو د راپور ترخپرېدو پورې مو ځواب ترلاسه نهکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر ۱۴۰۲ کال په تله میاشت کې د افغانستان بانک خبر ورکړی و چې افغانۍ په تېر یوه کال کې شاوخوا ۱۴ سلنه لوړه شوې او په نړۍواله درجه بندۍ کې یې درېیم مقام خپل کړی دی.