Pajhwok Afghan News

بدخشان کې ښځو ته ځانګړو دوو راډیوګانو خپرونې درولې دي

فیض اباد (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۰): په بدخشان کې د ښځو ځانګړو دوو رسنیو چې د مخکني نظام له ړنګېدو وروسته یې فعالیت درېدلی، مسوولین وایي چې که اجازه ورکړل شي د حکومت د پالیسۍ او اسلامي شریعت مطابق به فعالیت وکړي.

د دغو رسنیو مسوولین وایي چې د دغو راډیوګانو له بندېدو سره لسګونه هغه ښځې چې په بېلابېلو برخو کې یې کار کاوه، بېکاره شوې دي.

د «ښځو غږ راډیو» مسوولې ناجیې سروش پژواک خبري اژانس ته وویل چې شپږ کاله مخکې یې دغه راډيو چې د ښځو لپاره ځانګړې وه، فعاله کړه او تر شلو زیاتې ښځې په کې په رسنیزو چارو بوختې وې؛ خو اوس بېکاره شوې دي.

نوموړې ادعا وکړه چې طالبانو ویلي ښځې نور نه شي کولای په رسنیو کې کار وکړي.

هغې زیاته کړه: «ما دغه راډیو له سلو هیلو سره جوړه کړه، نږدې یو میلیون افغانۍ مې پرې لګښت وکړ، خو اوسمهال زموږ خپرونې بندې دي او زما ټوله پانګه له منځه لاړه.»

د یادې راډيو یوې کارکوونکې فانوس وویل چې له درېیو کلونو راهیسې په یاده راډيو کې د تفریحي برنامو چلوونکې وم، خو د مخکني نظام له ړنګېدو سره مې خپله دنده له لاسه ورکړه، په داسې حال کې چې خپل یو څه معاش مې د کور لګښتونو ته ورکاوه.

نوموړې زیاته کړه: «زه د ادبیاتو پوهنځي له دري څانګې فارغه یم، د ښځو په راډیو کې مې کار کاوه، اوس بېکاره شوم، ډېره اندېښمنه یم؛ ځکه چې بې برخلیکه شوم، حیرانه یم چې څه وکړم.»

د ښځود دې ځانګړې راډيو ترڅنګ د «حریم زن» په نوم ښځو او نجونو ته ځانګړې بلې راډیو هم خپرونې بندې کړې دي.

د دې راډیو مدیر مسوولې منیژې پژواک ته وویل چې د دې په ګډون ۱۷ ښځې او نجونې چې به یاده راډیو کې یې کار کاوه، بېکاره شوې دي.

دې زیاته کړه: «موږ په حریم زن راډیو کې کار کاوه، د میاشتې مو ۵۰۰۰ افغانۍ تنخوا درلوده او دغه پیسې مې په خپل تعلیم لګولې، له کور سره مې مرسته کوله، اوس بېکاره شوم.»

نوموړې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له مسوولینو وغوښتل چې په دې برخه کې تجدید نظر وکړي او خبریالو ښځو ته د کار اجازه ورکړي؛ ځکه چې ښځې غواړي د شریعت په چوکاټ کې خپل کار وکړي.

منیژې وویل: «موږ چمتو یو چې د شریعت په چوکاټ او د طالبانو د پالیسۍ مطابق کار وکړو.»

په بدخشان کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست سرپرست معزالدین احمدي پژواک ته وویل: «دا چې ښځې په رسنیو کې کار کولی شي او که نه، د مشرانو له خوا کومه پرېکړه تر اوسه نه ده شوې.»

دا په  داسې حال کې چې اوسمهال په ډېری ولایتونو کې ښځې خبریالي کوي.

د یادونې ده، د روان کال د زمري میاشتې په ۲۴مه د طالبانو له خوا مخکنی نظام ړنګ شو، لسګونو خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو هېواد پرېښود او بهر لاړل.

Views: 1

Exit mobile version