Pajhwok Afghan News

په اروزګان کې د غلاوو او تښتونو پېښو خلک اندېښمن کړي دي

ترینکوټ (پژواک، ٣ تله ۱۴۰۰): د اروزګان ولایت اوسېدونکي وایي چې په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د غلاوو او تښتونو پېښې ډيرې شوي چې له امله یې د دوى ځان او مال خوندي نه دى.

بلخوا ځایي مسوولین وایي، هڅې يې پېل کړي ترڅو هغه ډلې او ټپلې چې د خلکو د زیان لامل کیږي ونیسي او محاکمې ته یې وسپاري.

د اروزګان ولایت ځایي اوسېدونکي دغه اندېښنې وروسته تر هغه څرګندوي چې تېره یوه میاشت کې د دغه ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې درې د تښتونې پېښې ترسره شوي او د مرکز ترینکوټ په ګډون په نورو ولسوالیو کې بیا هره ورځ خلک له شکونو او لوټېدو سره مخ شوي دي.

په دې اړه د دهراوود اوسېدونکي نجیب الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې په دغې ولسوالۍ کې د تښتونې څو پېښي ترسره شوي او بيا يې له کورنيو څخه د پیسو غوښتنه شوې ده.

هغه وایي: ((موده وړاندې د یوه سوداګر زوی وروسته تر هغه خوشې شوو کله چي یې کورنۍ نهه میلیونه افغانۍ تښتوونکو ته ورکړې او همدارنګه د عصمت الله په نوم د یوه ځایي سوداګر زوی بیا تېره اوونۍ وروسته تر هغه په چړو ووژل شو، کله چې کورنۍ یې تښتوونکو ته پیسې ور نه کړې.))

دغه راز د مرکز ترینکوټ ښار اوسېدونکی محمد نسیم وايي چې په دې وروستیو کې ښار کې د غلو شمېر ډېر شوی او هره ورځ د خلکو مالونه لوټوي.

هغه وایي: ((غله نه یواځې د ښار له دوکانونو مالونه لوټي، بلکې د خلکو شخصي کورونو ته هم اوړي او شکونې کوي.))

نسیم زياتوي، دوه ورځې وړاندې د هغوی د یوه کلیوال کور وروسته تر هغه د غلو له خوا لوټل شوى چې د کور خاوند د کورنۍ له ټولو غړو سره يوې مېلمستيا ته ورغلى و.

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومتي مسوولينو څخه یې د يادو ستونزو د جدي مخنيوي غوښتنه وکړه.

بلخوا د اروزګان ولایت د امنيې قوماندانۍ د امنیت امر مولوي کامران پژواک ته وويل چې د دوى ځواکونو په دهراوود کې عمليات ترسره کړي او د تښتوونکو يوه اته کسيزه ډله يې نيولې ده.

دى زياتوي چې يادو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړى او دا مهال د دغې ډلې د نورو غړو د نيولو لپاره هلې ځلې روانې دي.

نوموړي ډاډ ورکړ چې ټول هغه کسان او ډلې به ونيول شي او سزا به ورکړل شي چې خلکو ته ستونزې جوړوي.

په ورته وخت کې د اروزګان د لومړۍ امنیتي حوزې مرستیال مولوي ثاقب پژواک ته وويل چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ۱۳ تنه غله نيول شوي دي.

د نوموړي د  معلوماتو له مخې، دا هغه کسان دي چې د خلکو له کورونو او هټۍو څخه يې غلا کوله.

د ثاقب په وينا، په دغه ولايت کې د غلو د نيولو لپاره جدي عمليات پيل شوي دي.

Views: 50

Exit mobile version