Pajhwok Afghan News

روسیې په یوه نړیوال کنفرانس کې د ګډون په موخه افغان مسوولینو ته بلنه ورکړې ده

کابل (پژواک، ۱۶ تله ۱۴۰۰): روسیې د افغانستان د نوي حکومت له مسوولینو څخه غوښتي په هغه نړیوال کنفرانس کې چې ټاکل شوې د تلې په ۲۸مه د افغانستان په اړه په مسکو کې جوړ شي، ګډون وکړي.

د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف رسنیو ته ویلي چې ټاکل شوې د چین، هند، ایران او پاکستان استازي هم په دغه کنفرانس کې ګډون وکړي.

کابلوف، د دغه کنفرانس د څرنګوالي په اړه معلومات نه دي په ډاګه کړي.

د افغانستان سرپرست حکومت تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو دوه میاشتې مخکې د کابل په ګډون ټول افغانستان ونیو او سرپرست حکومت یې اعلان کړ. دغه حکومت تراوسه پورې چا په رسمیت نه دی پېژندلی، له دې مخکې د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین ویلي و چې له طالبانو سره همکارۍ ته چمتو دی، چین هم ویلي چې قصد لري له طالبانو سره دوستان اړیکې ټینګې کړي.

 

Views: 262

Exit mobile version