Pajhwok Afghan News

د ژورنالېستانو ملي اتحادیه: د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي ٣٠ قضيې ثبت شوې دي

کابل (پژواک، ۵ لړم ۱۴۰۰): د ژورنالېستانو ملي اتحادیه وایي چې د نوي حکومت په رامنځته کېدو سره په ټول هېواد کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۳۰ قضیې ثبت شوي چې ۹۰ سلنه یې د طالبانو له خوا ترسره شوې دي.

دغه څرګندونې د ژورنالېستانو د ملي اتحادیې مطبوعاتي مسوول مسرور لطفي د لړم په ۵ مه کابل کې د یوې خبري غوندې پر مهال وکړې.

هغه وویل چې د یادو قضیو ۲۰ سلنه په کابل کې او پاتې نور یې په ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د لطفي په خبره، د نوي حکومت په رامنځته کېدو سره په افغانستان کې د ژورنالېستانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۳۰ قضیې ثبت شوي چې ۹۰ سلنه یې طالبانو او پاتې نور یې ناپېژاندو کسانو تر سره کړې دي.

دی وایي: ((له دې ۳۰ قضیو ۴۰ سلنه څخه زیاتې فزیکي چلند دى او نږدې ۴۰ سلنه یې لفظي شخړې دي او په دې ټولو قضیو کې یو خبریال په ننګرهار کې وژل شوی او بل يې ټپي شوى دی.))

هغه وویل چې دغه سروې یې د ټيلېفون له لارې له هغو خبریالانو څخه ترسره کړې چې په دې تاوتریخوالي کې شامل وو.

نوموړی وایي چې د نوي حکومت په راتګ سره چې کوم تاوتریخوالی د خبریالانو پر وړاندې شوى په تېرو لسو کلونو کې نه و ترسره شوى.

هغه زیاته کړه، اطلاعاتو ته لاسرسی د هېواد د هر وګړي حق دی او باید په دې برخه کې یې څوک مخنیوی ونه کړي.

دی وایي چې د ژونالېستانو لپاره دې یو حقوقي میکانیزم رامنځته شي تر څو د خبریالانو پر وړاندې د سليقوي چلند مخه ونيول شي.

د یادونې ده چې د ژورنالېستانو ملي اتحاديې تېره میاشت یوه سروې هم تر سره کړې وه چې له مخې يې د هېواد ۶۵ سلنه خبریالانو د امنیتي او ځینو نور ستونزو له امله خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

Views: 37

Exit mobile version