ترینکوټ (پژواک، ۱۱ لړم ۱۴۰۰): د اروزګان امنيتي مسوولين وايي چې په مرکز ترينکوټ کې يې د لمريزې برېښنا ښيښو د غلو يوه ډله نیولې ده.
د اروزګان د مرکز ترينکوټ ښار د لومړۍ امنيتي حوزې يوه مسوول قاري حسيب الله پژواک ته وويل چې تېره شپه يې درې کسان د لمريزې برېښنا د ښيښو د غلا کولو پرمهال نيولي دي.
نوموړي وويل چې ياد غله د مرکز ترینکوټ په دهېک سیمه کې د لمريزې برېښنا له لسګونو غلاو شوو ښيښو سره نيولي دي.
قاري حسیب الله زياته کړه چې دوی ته د سیمې خلکو د يادو غلو په اړه معلومات ورکړي و او د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول.
د نوموړي په وينا،د عملياتو پرمهال له یوې زېرمې څخه د لمريزې برېښنا لسګونه هغه ښيښې هم ترلاسه شوې چې دغو کسانو غلا کړې وې.
حسيب الله دغه راز وويل چې د دغو کسانو له ډلې درې تنه يې نیول شوي او د نورو غلو د نیولو لپاره هم په سیمه کې هلې ځلې روانې دي.
بلخوا د سیمې اوسېدونکي له امنیتي مسوولينو مننه کوي چې د غلو هغه ډله یې نيولې چې د دوى توکي به يې غلا کول.
د دهیک سیمې یو تن اوسېدونکي میراجان پژواک ته وویل، همدغو کسانو تر دې وړاندې هم په سیمه او ښار کې بېلا بېلې غلاوې کړې وې.
د هغه په وينا، دغو کسانو د کلیوالو د سولري برېښنا لسګونه تختې د شپې پرمهال له ځان سره وړې وې او د کلي په یوه خالي کور کې یې تر ځمکې لاندې پټې کړې وې.
Views: 104