Pajhwok Afghan News

د پاسپورټونو د جعل، کمېشن کارۍ او اخطارلیکونو جوړولو په تور ۶۰ کسان نیول شوي

کابل (پژواک، ۲۵ لړم ۱۴۰۰): د کورنیو چارو وزارت وایي چې د پاسپورټونو د جعل، کمېشن کارۍ او اخطارلیکونو جوړولو په تور شپېته کسان نیول شوي دي.

وروسته له هغه چې د روان کال د وږي په ۲۴ مه طالبانو کابل ونیو، د پاسپورټونو د وېش بهیر ودرېد، خو د تلې په ۱۸مه بیا پیل شو.

خو سر له ننه په داسې حال کې د تخنیکي ستونزو له امله د پاسپورټونو وېش کابل کې درولی شوی چې د پاسپورټ رئیس علم ګل حقاني په وینا، دغه ریاست ته د ورځې له ۱۵ زره تر ۲۰ زره کسان مراجعه کوي او د پاسپورټ ریاست کولی شوای چې د ورځې له ۳۰۰۰ تر ۳۵۰۰  تنو ته پاسپورټونه ورکړي.

د کورنیو چارو وزارت وياند قاري سعيد خوستي پر خپلې ټويټرپاڼې ليکلي چې ۶۰ تنه جعلي پاسپورټ جوړونکي، کمیشن کاران او د «اسلامي امارت» په نوم جعلي اخطارنامو جوړونکي يې نیولي دي.

ده ليکلي چې په دې ډله کې د پاسپورټ ریاست کارکوونکي هم شامل دي.

تر دې مخکې هم د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ ریاست کمیشن کاران نیولي و.

Views: 43

Exit mobile version