Pajhwok Afghan News

په بغلان کې د پاسپورټونو وېش پيل شو

پلخمري (پژواک،۱۵ لیندۍ ۱۴۰۰): د بغلان مسوولین وایي چې نن په دغه ولایت کې هم د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل شوه.

د بغلان ولایت د پاسپورټ ادارې امر مولوي عبدالحلیم د لیندۍ په ۱۵ مه د پاسپورټ د وېش لړۍ د پیل پرمهال خبريالانو ته وويل چې دوی به هره ورځ شاوخوا ۱۲۰ کسانو ته پاسپورټونه ورکړي او که خلک نظم مراعت کړي د وېش لړۍ به چټکه شي.

د پاسپورټ ادارې امر وايي، د پاسپورټ غوښتونکي یې په درېیو برخو وېشلي، لومړی ناروغان، دويم بهرنیو هېوادونو ته د زده کړو لپاره تلوونکي افغان محصلین او درېیم عام مراجعين دي.

د علي محمد په نوم یو کس چې د پاسپورټ  اخیستو لپاره پلخمري ته راغلی و پژواک ته وویل، خوښ دی چې د هېواد په دغه بد وضعیت کې هم د پاسپورټ ریاست خدمات وړاندې کوي، خو غوښتنه ترې داده چې خدمات چټک کړي .

دا په داسې حال کې ده چې پلازمېنه کابل کې له څو ورځو راهيسې د پاسپورټ لړۍ بنده شوې، خو تېره ورځ د پاسپورټ لوی رييس وويل چې د بغلان په ګډون ۱۴ ولایتونو کې به د پاسپورټ د وېش لړۍ پيل شي.

Views: 74

Exit mobile version