Pajhwok Afghan News

غور کې یوه کونډه د خپلو ماشومانو ژوندي پاتې کېدو لپاره سوالګري کوي

فيروزکوه (پژواک، ۲۴ لېندۍ۱۴۰۰): په غور کې يوې کونډې چې د خپلو ماشومانو ژوندي پاتې کېدو لپاره سوالګري کوي، د بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې او ويلي یې دي که مرسته ورسره ونه شي، ناروغ ماشومان به يې مړه شي.

د فاطمې په نوم دغه کونډه چې د غور د مرکز فېروزکوه ښار لوېديځ ته د الله يار سيمې اوسېدونکې ده، پژواک ته وويل چې خاوند يې د جمهوري نظام له سقوط مخکې وژل شوى او له هغه وروسته يې د خپلو کوچنيو ماشومانو سرپرستي پر غاړه اخیستې ده.

فاطمه- چې د سواد له نعمته بې برخې ده- وايي، په لومړيو کې يې چې خاوند ووژل شو، د خلکو په کورونو کې د کار له لارې یې خپلو درېيو اولادونو ډوډۍ پیدا کوله، خو اوس د فقر ډېرېدو له امله کار نه ورته پیدا کېږي.

یادې کونډې خپلو ناروغو ماشومانو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې اوس دوی ټول د یخنۍ له امله ناروغ شوي؛ ځکه چې د اقتصادي کمزورتیا له امله یې بخارۍ نه ده اېښې.

هغې د ماشومانو د ساتنې په برخه کې خپلې تاتوانۍ ته په اشارې ویل: «که دولت او موسسې له موږ سره مرسته ونه کړي، ټول خپل ټول اولادونه مې له لاسه وځي، یو یې هم ژوندی نه پاتې کېږي.»

هغه وايي، څو ځلې يې موسسو ته عريضې کړې، خو چا يې غږ نه دى اورېدلى.

فاطمه وايي، هره ورځ د ښار بېلابېلو سيمو ته ځي او له خلکو خيرات غواړي، خو ډېری ورځې تش لاس کور ته ستنېږي.

د هغې په ​​وينا، که د ګاونډيانو مرسته ورسره نه وای، ماشومان به یې مخکې مړه وو.

د فاطمې يو ګاونډي احمد اصف وويل چې ګاونډيان يې هم ښه اقتصادي وضعيت نه لري او د یادې کونډې د ماشومانو درملنه یې په وس نه ده پوره.

نوموړي په دغه ولايت کې له خيريه موسسو او سيمه ييزو مسوولینو هم وغوښتل چې له يادې کورنۍ سره دې بېړنۍ مرستې وکړي؛ ځکه ټول ماشومان یې سینه بغل دي.

نوموړي زیاته کړه: «دوی باید ژر تر ژره له دې کورنۍ سره مرسته وکړي، څو د یادې کورنۍ ماشومان د یخنۍ او لوږې له امله مړه نه شي.»

بلخوا د غور د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست چارواکي وايي چې هڅه کوي له اړمنو کورنیو او هغو کسانو سره مرستې وکړي چې په ډېره بېوزلۍ کې ژوند کوي.

دغور د کډوالو چارو سرپرست رييس مولوي سلطان محمد حماس په وينا، دوى له خپلې واکمنۍ راهیسې د موسسو په مرسته تر پنځو زرو ډېرو کورنيو سره مرسته کړې او هڅه کوي چې اړمنې کورنۍ پیدا او د مرستې په پروګرام کې یې شامل کړي.

Views: 141

Exit mobile version