Pajhwok Afghan News

عاطف؛ هغه څوک چې د بادغیس د خونړۍ جګړې په پای ته رسولو کې یې رول لوبولی دی

قلعۀ نو (پژواک، ۲۴ لېندۍ ۱۴۰۰): عبدالرازق عاطف هغه کس چې په بادغیس ولایت کې یې د سیمه ییزو شخړو په هواري او ان د ښکېلو خواوو ترمنځ د اوربند په رامنځته کولو کې رول لوبولی، وایي: «غوښتنه مې داده چې رامنځته شوې سوله د پایښت لرونکې پاتې شي.»

۷۵ کلن عبدالرازق چې د بادغیس ولایت د مرکز قلعه نو د «چاکران» سیمې اوسېدونکی دی، په دغه ولایت کې د تاوتریخوالي د لسګونه قضیو په حل کولو کې لسیزې تجربه لري او اوس د خلکو ترمنځ د باور وړ شخص دی.

هغه چې د خلکو سوله او ارامي يې د ژوند تر ټولو مهمه موخه ټاکلې ده، وایي: «تاوتریخوالی او جنجالونه چې مختلفو خلکو ترمنځ د ځینو ستونزو له امله رامنځته کیږي، غوره دا ده چې لومړی د مشرانو او مخورو له خوا حل شي؛ ځکه د دا ډول ستونزو په هوارولو کې د مشرانو او مخورور رول زیات اغېز لرلای شي.»

عاطف چې د خپل ژوند ډېره برخه يې په ټولنه کې د سولې او شخړو په هواري کې تېره کړې، وايي چې په دې تړاو هڅه د خپل ځان لپاره یو دین ګڼي.

د ده په ​​وينا، ډېرې هغه لانجې او جنجالونه چې نوموړي یې په حل کې رول درلود، په بادغيس ولايت کې له څو کلونو راهيسې د ناوړه دودونو، بېوزلۍ او ناامنيو له امله وې.

د عاطف یو بل له سترو او اغېزمنو فعالیتونو دا و چې له نورو مشرانو سره یوځای یې د روان کال د چنګاښ په وروستیو کې په دغه ولایت کې د جګړې د ښکېلو خواوو ترمنځ منځګړیتوب وکړ، چې د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې د «طالبانو او مخکني حکومت د سرتېرو» ترمنځ د ۲۶ ورځني اوربند لامل شو.

د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې، د روان کال د چنګاښ په ٢٤مه په بادغيس کې د مخکني حومتي ځواکونو او طالبانو تر منځ په داسې حال کې چې جګړه اوج ته رسېدلې وه، د قومي مشرانو په منځګړيتوب اوربند رامنځته شو، څو د زمري په ۲۱مه قلعه نو د طالبانو لاس ته ولوېد.

عاطف وايي، که دوی په بادغیس کې د یادو لورو ترمنځ منځګړیتوب نه وای کړی، ښايي له دواړو غاړو سلګونه ځوانان قرباني شوي وای.

هغه د خلکو تر منځ د شخړو د هواري په برخه کې هم اقدامات کړي، چې کولی شو د قلعه نو د اوسېدونکي فريداحمد او د هغه د وروڼو تر منځ د شخړې حل ته اشاره وکړو، چې که عاطف منځګړتوب نه وای کړی، ښايي اختلافات نور هم ډېرشوي وای.

فريداحمد وايي: «زما وروڼو له ما سره د ميراث د وېش پر سر دعوه وکړه او نږدې وه چې قضیه مو په وسله واله جګړه پای ته ورسیږي؛ خو د ځایي مخور ښاغلي عاطف له لارې زموږ ستونزه هواره او دغه شخړه پای ته ورسېده.»

د هغه په ​​وينا، عبدالرازق عاطف د دغه ډول خيريه کارونو له امله د یاد ولايت د خلکو ترمنځ په یوه باوري شخص بدل شوی دی.

د فريد احمد په خبره، د شخړو او تاوتريخوالي په هواري او د سولې د فضا په رامنځته کولو کې د عاطف په څېر د سپين ږيرو شتون ډېر اغېز لري او دا ډول خلک بايد وستایل شي.

کابل د زمري په ۲۴مه او پنجشیر د وږي په ۱۵مه د طالبانو لاس ته ولوېدل، چې له هغه وروسته په هېواد کې خونړۍ جګړه پای ته ورسېده او نوی حکومت جوړ شو.

عاطف په افغانستان کې د جګړې له پای ته رسېدو په خوښي څرګندولو سره وویل: «غوښتنه مې دا ده چې رامنځته شوې سوله دوامداره وي.»

هغه له ټولو افغانانو غواړي چې په ټولنه کې د تاوتريخوالي او کړکېچ د له منځه وړلو لپاره سره یو لاس شي.

نوموړي يادونه وکړه چې له ستړيا پرته به په هېواد کې د شخړو د هواري او د سولې د ټينګښت لپاره خپل کار ته دوام ورکړي.

نوموړي زیاته کړه: «د ځایي مشرانو او جرګو له لارې د شخړو حل یو ستړی او ستونزمن کار دی؛ خو زه او نور مشران دې کار ته دوام ورکوو او د داسې موضوعاتو په حل کولو سره د ارامۍ احساس کوو.»

هغه ټينګار وکړ چې د افغانستان ټول خلک بايد په ټولنه کې د تاوتريخوالي او ناوړه دودونو د مخنيوي لپاره هڅه وکړي او د شخړو او ټولنيزو ستونزو حل خپل ديني او شرعي مسووليت وګڼي.

 

Views: 363

Exit mobile version