Pajhwok Afghan News

د اروزګان د مرکز ترینکوټ اوسېدونکي د غلاوو ډېرېدو اندېښمن کړي دي

ترینکوټ (پژواک، ۱۳ مرغومی ۱۴۰۰): د اروزګان د مرکز ترینکوټ اوسېدونکي وايي چې په دې وروستیو کې په ښار کې د غلاوو او شوکو پېښې ډېرې شوې چې دوی یې اندېښمن کړي دي.

دوی زیاتوي، اموال او شته یې خوندي نه دي، چارواکي باید د غلاوو د مخنیوي لپاره جدي ګامونه واخلي.

د ترینکوټ د خیرو کارېز سیمې یوه اوسېدونکي قدرت الله پژواک خبري اژانس ته وویل، دوه شپې مخکې غلو زموږ د کور له انګړه په داسې حال کې موټر سایکل غلا کړ چې دروازه هم تړلې وه.

هغه زیاته کړه، له دې پېښې وروسته یې نږدې حوزې ته خبر هم ورکړ خو تر اوسه نه غل پیدا شو او نه موټر سایکل.

د ترینکوټ د کوټوال سیمې یوه اوسېدونکي فدا محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، چې غلو یې د شپې له کوره ۱۷ پسونه غلا کړل چې وروسته پنځه پیدا شول او دوولس لا هم ورک دي.

د ده په خبره، همدا پنځه پسونه یې د یوه بل کلیوال په مرسته د یوه نشه يي کس په کور کې پیدا کړل.

دی وايي، د خپلو پسونو د موندلو په موخه یې راډیو ته اعلان هم ورکړ چې ګوندې غلا شوي پاتې پسونه یې پيدا شي.

د غلا په یوه بله پېښه کې بیا غلو د مرکز ترینکوټ د پوټي کلاچې په سیمه کې د یوه کس له کوره د مرستې هغه پارچه وړې چې له مخې یې دی د نغدي مرستې اخیستلو مستحق ګڼل شوی و.

د ګل په نوم دغه کس وايي، غلو له هغه وروسته دغه پارچه ورڅخه وړې او غلا کړې چې په کور کې یې بل څه و نه موندل.

دی او ګڼ شمېر نور خلک وايي، په مرکز ترینکوټ کې غلاوې ځکه ډېرې شوي چې چارواکي یې د مخنیوي لپاره جدي اقدام نه کوي.

خو د اروزګان امنیتي چارواکي وايي چې د خلکو او د هغوی د شتمنیو ساتل یې لومړیتوب دی او د دې لپاره شپه او ورځ کار کوي.

د اروزګان ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند قاري اغا ولي قریشي پژواک ته وویل، تېره ورځ ناوخته د مرستیال والي په مشرۍ غونډه جوړه شوې وه چې په کې د ښار د امنیتي حوزو ټولو مسوولینو ته د امنیت د خوندیتوب جدي سپارښتنه وشوه.

هغه زیاته کړه، امنیتي ارګانونه به له هغو خلکو سره جدي چلند وکړي چې د خلکو امنیت ګډوډوي.

بل خوا د اروزګان د اطلاعاتو او کلتور رییس اصف هم پژواک خبري اژانس ته وویل چې په ټول ولایت کې امنیت تامین دی او دوی د غلاوو د ډېرېدو خبرې ردوی.

دی هم وايي چې د غلو او نورو مجرمانو پر ضد به جدي قانوني اقدامات وشي.

په اروزګان کې په داسې حال کې د غلاوو پېښې ډېرې شوې او خلک یې په اړه شکایت کوي چې څه موده مخکې یو شمېر کسان د غلاوو په تور نیول شوي وو.

Views: 66

Exit mobile version