Pajhwok Afghan News

امربالمعروف: له امر پرته د دوکانونو، هوټلونو او حمامونو پلټل منعه دي

کابل (پژواک، ۲۲ مرغومی ۱۴۰۰): د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت وايي، د دوکانونو، هوټلونو او حمامونو پلټل منعه دي، خو د دغه وزارت اړوند مسوولین د خپلو اصولو مطابق څارنه کولی شي او حکومتي کسان دې په خپل سر د عکاسیو او ويډیوګانو له نشرولو ځانونه وساتي.

د حکومت د ویاند مرستیال احمدالله وثیق پر خپلې ټوېټرپاڼې د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت خبرپاڼه نشر کړې ده. په خبرپاڼه کې راغلي چې د شریعت له نظره هرڅوک خصوصي حریم لري او له ډېرو استثنايي مواردو پرته څوک نه شي کولی د چا خصوصي حریم نقض کړي؛ لکه کور، موبایل او نور الکټرونیکي وسایل.

د خبرپاڼې له مخې، د قضايي او امنیتي ادارو له امر پرته د خلکو د دوکانونو، تالارونو، هوټلونو، حمامونو پلټل منعه دي، هېڅوک حق نه لري چې په دغو ځایونو کې مداخله وکړي، خو امر بالمعروف او نهي عن المنکر مسوولین د خپلو اصولو مطابق نظارت کولی شي.

سرچینې زیاته کړې چې په وزارتونو او نورو دولتي ادارو کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وظیفه د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت دنده ده چې له ادارو سره په همغږي به یې ترسره کوي او له دغه وزارت پرته بل هېڅوک په دولتي ادارو کې د مداخلې حق نه لري.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ښو کارونو ته رابلل او له بدو منعه کول د هر چا دیني وظیفه ده، خو دا چې امر بالمعروف او نهي عن المنکر وظیفه سمه ادا شي نو مصلحت دا ده چې هغه کسان به دا دنده ترسره کوي چې امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت له خوا معرفي شوي وي.

سرچینه زیاتوي:« ځینې رسنۍ هڅه کوي چې د امارت پر خلاف منفي تبلیغات وکړي او د خپلو تبلیغاتو لپاره مواد پیدا کړي، هیله ترې کوو چې دغه الهي امر سره مخالفت ونه کړي.»

دغه راز سرچینې لیکلي:« د امر بالمعروف او نهي عن المنکر مسوولین او د اسلامي امارت مجاهدین باید د داسې عکاسیو او ويډیوګانو له کولو او په خپل سر له نشرولو ځانونه وساتي چې یا د خپل منځي عادي ناستو خبره وي یا نظامي او امنیتي رازونه او محرم ځایونه وي او یا هم موضوع دومره ساده او عادي وي چې عام نشر یې د مصلحت خلاف وي او یا هم یوازې ځان ښودل او عبث کار وي.»

Views: 296

Exit mobile version