Pajhwok Afghan News

کابل کې د ۳۰ موټرونو د غلا په تور یو کس نیول شوی

کابل (پژواک، ۱۵ سلواغه ۱۴۰۰): د کابل امنیه‌ قوماندانۍ وايي چې د یوه تن د وژلو، د ۳۰ موټرونو او ۱۰۰ موبایلونو د غلا په تور یو کس نیولی دی.

د کابل د امنیې قوماندانۍ ‎ویاند خالد ځدراڼ وايي چې شاهدالله  چې په کاراو باندې مشهور دی- د غلا، لارنیونې او قتل په قضيو کې د ښکېلتيا په تور د اتمې حوزې د امنيتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.

دی وايي: «دغه کس په لومړنيو تحقيقاتو کې د ۳۰ موټرونو او ۱۰۰ موبايلونو په غلا کولو، د ۱۰ تنو په چاقو وهلو او د يوه تن په وژلو اعتراف کړی دی.»

هغه زیاته کړه، له ياد تورن شخص سره په ذکر شوو جرمونو کې، څلور تنه نور هم ملګري دي چې دوه تنه یې د دوی تر تعقیب لاندې دي.

Views: 1075

Exit mobile version