Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
پروان کې دوه کسان له یو غلا شوي موټر، یو کس د موټرو په پېر او پلور کې د جعلکارۍ او د یوې ښځې په ګډون څلور نور کسان له یوه کوره د سرو زرو او نغدو پیسو د غلا په تور نیول شوي دي.
کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل ښار څلورمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یې یوه ښځه د ۴۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د سره زرو غلا په تور نیولې ده.
د کورنیو چارو وزارت وایي، له یوه کال راهېسې یې د ګرځنده ټلیفونونو د ساتنې او خوندیتوب الکترونیکي سیسټم له لارې ۷۰۴ غلا شوي ټلیفونونه پیدا او مالکینو ته یې سپارلي دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل ښار شپاړسمې امنیتي حوزې مربوطاتو کې یو کس د شپږ میلیون او ۱۹۴ زره افغانیو د غلا په تور نیول شوی دی.
د لوګر امنیه قومانداني وایي چې د څرخ ولسوالۍ له روغتونه یو نوی زېږېدلی ماشوم غلا شوی و چې بېرته وموندل شو.
د کابل امنیه قومانداني وايي، د کابل ښار اوولسمې امنيتي حوزې مربوطاتو کې یې هغه کس نیولی چې په بغلان کې یې له یوه سړي پنځوس زره ډالر غلا کړي وو.
د هرات امنیتي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د وسلهوالو او نورو غلاوو په تور اووه کسان نیول شوي دي.
د خوست امنيه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په قلندر ولسوالي کې یې د غلو پنځهکسیزه ډله نیولې ده.
هرات کې امنیتي سرچینې وايي چې د دغه ولایت پولیسو د یو لړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې د یو میلیون سعودي ریالو د غلا په تور اووه کسان نیولي دي.
د کابل امنيه قومانداني وايي، د کابل ښار د نهمې حوزې پولیسو پنځه کسان د موبایلونو د غلا په تور له دېرشو موبایلونو (ګرځنده ټېلفونونو) سره نيولي دي.
د لوګر امنیه قومانداني وايي چې څلور کسان د ۱۶ کیلوګرامه نشهيي، یو موټر او نورو توکو د غلا په تړاو نیول شوي دي.
د بلخ امنیتي مسوولین وایي، مزارشریف ښار کې یې یو هغه کس نیولی چې له جوماتونو څخه به یې د خلکو بوټان غلا کول.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن