Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
بامیان کې امنیتي سرچینې وایي، د دغه ولایت په مرکز کې یوه شپږ کسیزه ډله د غلا په تور نیول شوې او له یکهولنګ نمبر۲ او کهمرد ولسوالیو شپږنیم ټنه اومان کشف او سوځول شوي دي.
بامیان کې امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز کې د غلو یوه پنځه کسیزه ډله نیول شوې ده.
د کابل امنیې قوماندانۍ د موټرچلوونکو د فرېب او د هغو د موټرو د غلا په تور د ۶ ښځو او ۴ نارینهوو د نیول کېدو خبر ورکوي.
د کورنيو چارو وزارت وايي چې په کابل ښار کې د مبایلونو د غلا په تور یوه اته کسیزه ډله نيول شوې ده.
بلخ کې مسوولین وایي، د دغه ولایت په بلخ ولسوالۍ کې له یوه چینایي سیلاني مبایل غلا شوی و خو له دوو ساعتونو وروسته بېرته پیدا او ورسپارل شوی او د غلا په تور یې دوه کسان نيول شوي دي.
د کابل امنیه قومانداني وايي، امنیتي ځواکونو هغه کس نیولی چې له یو کوره یې ۸۰۰۰ امریکایي ډالر او د ۷۰۰ زره افغانیو په ارزښت سره زر غلا کړي وو.
تخار کې یو شمېر زرګران د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، نن سهار دوه وسلهوال د دغه ولایت په مرکز تالقان ښار کې یوې زرګرۍ ننوتل او د درې میلیون افغانیو په ارزښت سره زر یې یووړل.
د کابل امنیه قومانداني وایي، ۱۴ کسان یې د پیسو او موبایلونو او دوه نور یې له یوه کس څخه د اتیا زره افغانیو د غلا په تور نیولي دي.
د کاپیسا امنیه قوماندانۍ د غلا په تور د څلورو کسانو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
د کابل امنیه قومانداني وایي، هغه پنځه کسان یې نیولي چې له یوه شرکته يې څه باندې ۵۰۰ بایلرونه غلا کړي وو.
د هرات امنیتي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې یې یوه ښځه د خسره له کوره د پیسو د غلا په تور نیولې ده.
د کابل امنیتي مسوولین وایي، د کابل ښار په درېیمه امنیتي حوزه کې دوه کسان د جعلي پاسپورټونو جوړولو او یو بل د غلا په تور نیول شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن