ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني برېښنا شرکت د ۴۰ زره لېتر تېلو د غلا په تور ۱۱ کسان نیول شوي

د غزني برېښنا شرکت د ۴۰ زره لېتر تېلو د غلا په تور ۱۱ کسان نیول شوي

غزني‌ښار (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۲): د غزني امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت د برېښنا له شرکته د ۴۰ زره لېتره تېلو د غلا په تور یې ۱۱ کسان نیولي دي.

د غزني امنیې قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل، د برېښنا شرکت د درېیو کارکوونکو په ګډون هغه ۱۱ کسان ونیول شول چې په ډېر مهارت یې د دغه شرکت ۴۰ زره لېتره تېل غلا کړي وو.

هغه زیاته کړه چې د نیول شوو له ډلې نهه کسان تېل پلورونکي دي چې ټول په غلا کې شریک دي.

د هغه په خبره، د امنیې قوماندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې مدیریت منسوبینو تل کوښښ کړی چې داسې ملي خیانت‌کوونکي تعقیب کړي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

سرحدي وویل چې نیول شوي کسان یې ټول د قانون د تطبیق په موخه عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارلي دي.

Views: 427

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.