کابل (پژواک، ۱۷ لړم ۱۴۰۲): د کابل امنیه قومانداني وايي، د کابل ښار اتمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یې پنځه کسان د دولتي تېلو او دوه نور د موټرو او بايسکلونو د غلا په تور نيولي دي.
د کابل امنیې قوماندانۍ پر خپله اېکسپاڼه د دغو څرګندونو ترڅنګ يو ويډيويي کلېپ هم خپور کړی دی.
په کلېپ کې د اتمې حوزې امر مولوي فضلالرحمن زبیر وايي: «په تېره يوه اونۍ کې زموږ مجاهدينو اووه مجرمين نیولي چې له هغوی پنځه تنه هغه کسان وو چې دولتي تېل به يې را ایستل او بل ځای به يې خرڅول؛ دا کسان له ۳۵۰ لېتره تېلو سره ونیول شول.»
هغه دغه راز زياتوي چې بل کس یې له څلورو موټرو سره چې له کارتهنو سيمې یې غلا کړي وو، نیولی دی او غلا شوي موټر بېرته خپلو مالکينو ته وسپارل شول.
د هغه په وينا، یو بل غل یې هم لاس په لاس نیولی چې د هټيو له مخې او کورونو به يې بايسکلونه غلا کول.
زبير زياته کړې چې نيول شوو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی او دوسیې یې اړوند ارګانونو ته سپارل شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP