ژبه

کابل کې د غلا او قتل په تور پنځه کسان نیول شوي

کابل (پژواک، ۱۹ زمری ۱۴۰۲): کابل کې امنیتي سرچینې وایي، د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې څلور کسان د غلا او یو بل د خپلې لور د وژلو په تور نیول شوي دي.

د کابل امنیې قوماندانۍ د شپږمې امنیتي حوزې جنایي مدیر مولوي عبدالنصر له قوله ویلي، چې یاد کسان د عملیاتو په ترڅ کې د دې حوزې له مربوطاتو نیول شوي دي.

هغه زیاتوي، د یادو کسانو له ډلې د علی‌شاه په نوم یو کس یوه میاشت وړاندې خپله لور وژلې وه او د هغې مړی یې د کور په حمام کې خښ کړی و چې پولیس ته له خبر رسېدو وروسته د نجلۍ مړی را ویستل شوی او تورن کس نیول شوی دی.

هغه زیاتوي، څلور نور کسان له کورونو څخه د غلا په تور نیول شوي چې له هغوی څخه یو میل وسله هم ترلاسه شوې ده.

دغه راز سرچینه وایي، له څېړنو وروسته د نیول شوو کسانو دوسیې ترتیب او اړوندو ارګانونو ته به وسپارل شي.

ورته موضوع