Pajhwok Afghan News

د طب پوهان: د عنبر لوګی د کرونایي ناروغانو لپاره خطرناک دی

کابل (پژواک، ۵ کب ۱۴۰۰): د ټولنیزو پاڼو ځیني کاروونکي او کابل ښاریان د «عنبر» لوګی د کرونا لپاره ګټور بولي؛ خو ډاکترانو مضر بللی او له ښاريانو يې وغوښتل چې د کرونا ناروغۍ د نښو نښانو درلودو په صورت کې دې روغتون ته لاړ شي او له خپلسرې او دوديزې درملنې دې ډډه وکړي.

په ټولنیزو پاڼو کې د عنبر د اغېزناک والي په اړه خپاره شوي مطالب

د « Yas Kabudیمیت السلطنه»، په نوم ټویټرپاڼې، د کرونا ناروغۍ لپاره د عنبر لوګی اغېزناک بللی دی؛ هغه لیکلي چې د دویم ځل لپاره پر کرونا اخته شوی، خو دا ځل ‎ ډاکتر ته نه دی ورغلی او د عنبر په دودولو سره ښه روغ شوی دی.

په ورته مهال  د «sniperman» په نوم د ټویټر بل کاروونکي خلک هڅولي چې د کرونا درملنې لپاره دې له عنبره ګټه واخلي.

سرچینې لیکلي: «د کرونا ټوخی له دې امله چې سږو ته زیان رسوي، نو تاسو باید داسې مواد تنفس کړئ چې د سږو التهاب ضد خاصیت ولري.»‎

دغه راز میزان خبري اژانس د « عنبرنسارا کرونا را از بین می‌برد؟ » تر عنوان لاندې مطلب خپور کړی دی.

په دغه مطلب کې د ایران د روغتیا وزارت د طب د دفتر مرستیال علیرضا عباسیان په حواله، د دودیزو درملو د استفادې په اړه لیکلي: «په ټولیز ډول، ترسره شوو مطالعاتو ښودلې، هغه مواد چې قوي او تیز بوی لري، کولای شي میکروب ضد انټي باکټریایي او ځیني مهال ویروس ضد خواص ولري.»

په مطلب کې راغلي: «د بېلګې په توګه، د عنبرنسارا مادې لپاره هم د هغه د ميکروب ضد او هم د هغه د ویروس ضد په اړه مقالې شته؛ په هغې بڼه چې په ځینو مواردو کې مشخص شوې چې په ویروسي ضد خاصیت کې ان تر سپلني قوي دي؛ په دې توګه نه شو کولای په مطلق ډول د یادو موادو د ویروس ضد خاصیت له درلودو منکر شو او تر هغه بریده دې تصور نه کېږي چې ګواکې سپلني یا عنبر نسارا د کرونا ناروغۍ درمل دي.»

د دغه راپور په  پای کې راغلي چې عنبر باید  لږ تر لږه په اوونۍ کې دوه ځلې په کور کې دود شي.

یو شمېر کابل ښاریان هم پر دې باور دي چې د کرونا ناروغي درملنې لپاره د عنبر لوګی ګټور دی.

د کابل ښار اوسېدونکي کريم پژواک اژانس ته وويل چې خور يې پر کرونا اخته شوې وه، خواښې یې هره ورځ عنبر ورته دودول.

هغه زیاته کړه: «زموږ په کورنۍ کې یو ډاکتر دی، هغه زما د خور پوښتنې ته ورغی، ویې لیدل چې په کوټه کې عنبر لګېدلی، هغه یې لرې کړ؛ خو کله چې زما د خور خواښې کور ته راغله، بېرته یې ولګاوه، ویل یې چې عنبر ډېره ګټه لري، هر ډول ویروس وژني.»

عنبر له پخوا ځیني هېوادوال، په ځانګړې توګه د پاخه عمر لرونکي کسان دودوي؛ ځیني پر دې باور دي چې د عنبر لوګی ویروس له منځه وړي؛ خو ځیني بیا د کور د معطر کولو لپاره ترې ګټه اخلي.»‎

خو کارپوهان د کرونایي ناروغانو درملنې لپاره یاد دواړه لوګي خطرناک بولي.‎

د ماشومانو د داخله ناروغیو پروفیسر ډاکتر نورالحق يوسفزي پژواک ته وويل، د لوګي خپروونکو توکو سوځول نه يوازې د کرونا ناروغانو لپاره ګټور نه دي، بلکې هر ډول ناروغ او ان سالم انسان ته هم زيان رسوي.

هغه د کرونا ناروغ ته د عنبر دودولو یو لامل د عامه پوهاوي کموالی وباله، ویې ویل چې کرونا د ناروغ سږي التهابي کوي، په کافي اندازه اکسېجن نه شي اخیستلای.

نوموړی وایي، که ناروغ د عنبر یا د بل هر شي لوګی تنفس کړي، په تنفسي سیسټم کې ستونزه رامنځته کوي او د ناروغ د ټوخي زیاتېدو لامل کېږي.

هغه څرګنده کړه، سوځېدونکي او دود لرونکي توکي نه یوازې د کرونا لپاره ګټور نه دي، بلکې زیان رسوي. د طب یادو پوهانو له خلکو وغوښتل چې د خلکو خبرو ته غوږ ونه نیسي او د لوګي لرونکو توکو له استفادي ډډه وکړي؛ ځکه چې د ناروغ وضعیت نور هم خرابوي.

د افغان- جاپان روغتون د «IPC» څانګې مسوول ډاکتر مېړني براتزي پژواک ته وویل چې کرونایي ناروغان اکسېجن ته ډېره اړتیا لري او باید په پاکه او ازاده هوا کې وساتل شي.

هغه د دې په ویلو چې پر کرونا اخته کسانو تو د عنبر دودول ګټه نه لري، د عنبر او بل هر ډول توکو لوګی د کرونایي ناروغانو د نفس تنګي ډېرېدو لامل کېږي.

ډاکټر مېرني له هېوادوالو وغوښتل چې که د کرونا نښې نښانې په ځان کې وویني، روغتون ته دې مراجعه وکړي او له یادې ناروغۍ د رغېدو لپاره دې عنبر او نور توکي نه دودوي.

پژواک خبري اژانس څو ځلې هڅه وکړه چې په دې اړه د عامې روغتيا وزارت نظر هم ولري؛ خو د وزارت چارواکو تر اوسه په دې اړه ځواب نه دی ورکړی.

Views: 160

Exit mobile version