کابل (پژواک، ۲۰ کب ۱۴۰۰): د امریکا د کانګريس یوه غړي سکاټ پیري غوښته کړې چې پاکستان دې د ترهګرو د مالي ملاتړ کوونکي هېواد په نوم وپېژندل شي.
د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې، سکاټ پیري په دې اړه یوه مصوبه هم کانګريس ته وړاندې کړې ده.
د راپورونو له مخې، نوموړي یادې مصوبې ته د «پاکستان دې له ترهګرۍ لاس واخلي» نوم ورکړی دی.
په دې مصوبه کې چې د مارچ په اتمه کانګریس ته وړاندې شوې، راغلي: “د دې لپاره چې پاکستان د ترهګرو ملاتړ هېواد وګرځول شي، دا مصوبه وړاندې شوې ده.”
سرچینو ویلي چې دا مصوبه د امریکا د کانګریس د بهرنیو اړیکو کمېسیون ته رسېدلې ده.
په دې مصوبه کې راغلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم څو څو ځلې ویلي چې پاکستان د نړیوالې ترهګرۍ ملاتړ کوي.
د کانګریس یاد غړي په دې مصوبه کې غوښتنه کړې چې له پاکستان سره دې د امریکا مرستې بندې شي، د دفاعي امنیتي توکو صادرات دې ورته ودرول شي او اقتصادي راکړه ورکړه دې هم ورسره ودرول شي.
د امریکا د کانګریس دغه عړي په داسې حال کې دا مصوبه وړاندې کړې چې پاکستان له دې مخکې له دې امله چې پر اوکراین یې د روسیې یرغل نه دی غندلی، تر نړیوال فشار لاندې دی.
په کومه ورځ چې روسیې پر اوکراین برید وکړ، د پاکستان لومړی وزیر مسکو ته په رسمي سفر تللی و، خو دا برید یې تر اوسه نه دی غندلی، خو د خبرو اترو له لارې د شخړې پر هواري یې ټینګار کړی دی.
Views: 274