Pajhwok Afghan News

د پکتیکا د تروې ولسوالۍ خلک وايي، روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري

ښرنه (پژواک، ۲۱ کب ۱۴۰۰): د پکتیکا د تروې ولسوالۍ اوسېدونکي په دې ولسوالي کې د روغتیايي اسانتیاوو له نشتوالي شکایت کوي او وايي، اړ دي خپل سخت ناروغان ۱۰۰ کیلومتره لرې د ولایت تر مرکزه ورسوي چې ډېری یې پر لارو ساه ورکوي.

هغوی له حکومته دغې ولسوالۍ ته پاملرنه غواړي او وايي، د ګڼو نورو برخو ترڅنګ دې په دې ولسوالي کې روغتیايي اسانتیاوې ډېرې کړي.

د تروې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي سیدجان پژواک خبري اژانس ته وویل، په تېرو شلو کلونو کې تروه ولسوالي له هره اړخه له پامه غورځول شوې وه چې له امله یې د دې ولسوالۍ اوسېدونکي په روغتیايي او نورو برخو کې له اسانتیاوو بې برخې دي.

هغه زیاته کړه، په دې ولسوالي کې یوازې یو روغتیايي مرکز شته چې د ډېرو لومړنیو ناروغیو درملنه په کې کېږي او بل همدا یو مرکز د ولسوالۍ د ټولو اوسېدونکو لپاره بسنه نه کوي.

دی وايي: ((د ولسوالۍ په شته روغتیايي مرکز کې یوازې د ولادت، واکسین او ځینو لومړنیو ناروغیو د درملنې امکانات شته خو له دې ور ها خوا خلک اړ دي خپل سخت ناروغان ۱۰۰ کیلومتره لرې د درملنې لپاره یوسي خو ډېری ناروغان د لارې د خرابتیا له امله ساه ورکوي.))

نوموړی له نوي حکومته غواړي چې دې ولسوالۍ ته پاملرنه وکړي او خلکو ته روغتیايي اسانتیاوې برابرې کړي.

د تروې یوه بل اوسېدونکي اخترګل هم پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې ولسوالي کې کافي روغتیايي اسانتیاوې نشته چې له امله یې خلک سختې ستونزې ګالي.

هغه زیاته کړه، د ډېرو ناروغانو درملنه په ولسوالي کې نه کېږي، خلک اړ دي چې د درملنې لپاره یې مرکز یا نورو ولسوالیو ته بوځي.

د ده په خبره، له یوې خوا ډېر خلک د غربت له امله توان نه لري چې خپل ناروغان د درملنې لپاره لرو روغتیايي مرکزونو ته بوځي، له بلې خوا لار دومره خرابه ده چې ډېر مهال ناروغان روغتیايي مرکزونو ته له رسېدو مخکې ساه ورکوي.

دی وايي، د تېر حکومت پر مهال به چارواکو ناامني بهانه کوله چې له امله یې په دې ولسوالي کې پرمختیايي چارې نه شي ترسره کېدای خو اوس چې جګړه درېدلې نو نوی راغلی حکومت باید دې ولسوالۍ ته پاملرنه وکړي.

د تروې ولسوالۍ د روغتیايي مرکز مشر ډاکټر حضرت ګل زلمي هم پژواک ته وویل چې دا ولسوالي له مرکزه لرې پرته ده، له همدې امله خلک روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري.

دی  زیاتوي: ((د روغتیايي مرکز تشکیل کم دی، ان د ولادت خدماتو وړاندې کولو لپاره یوازې یوه قابله لرو، دغه راز موږ دلته د ناروغانو د بسترولو اسانتیاوې نه لرو او اړ یوو چې سخت ناروغان مرکز ښرنې يا نورو ولسوالیو ته ولېږو.))

هغه له حکومته غوښتنه کوي چې د روغتیايي مرکز تشکیل ډېر کړي څو دوی وکولای شي خلکو ته غوره خدمات وړاندې کړي.

د تروې ولسوال مولوي مخدوم هم وايي چې په تېرو شلو کلونو کې دا ولسوالي له هر ډول پرمختګه پاتې وه او هیڅ راز پاملرنه نه ده ورته شوې.

هغه پژواک ته وویل، هڅې یې پیل کړې څو حکومت دې ولسوالي ته خپله پاملرنه ډېره کړي.

د ده په خبره، له عامې روغتیا ریاسته یې غوښتي څو د دې ولسوالۍ په روغتیايي مرکز کې مسلکي او متخصص ډاکټران په دندو وګوماري څو خلک د خپلو ناروغانو درملنه په همدې ولسوالۍ کې وکړي.

د پکتیکا د عامې روغتیا رییس ډا کټر حکمت الله عصمت وايي، هڅه کوي د تروې په ګډون په ټولو ولسوالي کې روغتیايي خدمات چټک او معیاري کړي څو د خلکو ستونزې حل شي.

تروه ولسوالي له مرکز ښرنې شمال لوېدیځ لوری ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پرته ده چې خلک یې د روغتیايي ستونزو تر څنګ د ګڼو نورو ستونزو سره هم لاس او ګرېوان دي.

موده مخکې د دې ولسوالۍ اوسېدونکو له حکومته غوښتي وو چې په دې ولسوالۍ کې مخابراتي خدمات هم پيل کړي.

Views: 40

Exit mobile version