ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیکا د زېړوک اوسېدونکي له حکومته د معیاري روغتیايي خدمتونو غوښتنه کوي

20 Sep 2023 - 16:22
20 Sep 2023 - 16:22

ښرنه (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۲): د پکتیکا د زېړوک ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، د ټولې ولسوالۍ په کچه په روغتيايي مرکزونو کې د جراحي عملیاتو او ځينو نورو ناروغیو د درملنې امکانات نشته.

هغوی وايي، خپل ناروغان په ډېرو سختو لارو مرکز ښرنې او یا خوست ولایت ته لېږدوي چې ځیني وخت د لارې په اوږدو کې ژوند له لاسه ورکوي.

د دې ولسوالۍ د دبې کلي یوه اوسېدونکي لاهور خان پژواک خبري اژانس ته وویل، د دوی په ولسوالۍ کې د جراحي عملیاتو او ځينو نور روغتیايي امکانات نشته او خلک په دې برخه کې له سختو ستونزو سره مخ دي.

هغه زیاته کړه: «زموږ د ولسوالۍ کلینیک وړوکی دی او د ځينو مریضانو علاج نه کېږي، په دې خرابو لارو خپل مریضان تر مرکز ښرنې یا خوست پورې وړو چې ځیني خو لاره کې مړه شي.»

د دې ولسوالۍ د سوري کلي اوسېدونکي او قومي مشر حاجي حج محمد پژواک ته وویل: «په زېړوک کې شاوخوا ۹۰ زره خلک اوسېږي او پوره روغتيايي خدماتو ته لاسرسی نه لري.»

هغه د عامې روغتيا له وزارته وغوښتل چې د دوی په ولسوالۍ کې شته BHCکلینیک دې مجهز او د جراحي عملیاتو ترڅنګ دې د نورو ناروغیو درملنې برخې هم په کې فعالې کړي.

هغه وايي، په تېر حکومت کې د زېړوک ولسوالۍ BHC کلینیک د مجهز کېدو منظوري شوې وه خو تر اوسه عملي شوې نه ده.

د دې ولسوالۍ د BHC روغتيايي مرکز مسوول ډاکټر نېک‌محمد عابد وايي، د ناروغانو شمېر زیات دی خو په روغتون کې د درملنې امکانات او پرسونل کم دي.

هغه زیاتوي، دنده يې د سهار له اتو د مازدیګر تر څلورو بجو ده خو دا چې د مراجعینو شمېر زیات دی نو شپه او ورځ په روغتون کې د خلکو درملنه کوي.

نوموړی هم د خلکو شکایتونه مني او وايي، دوی په خپل روغتيايي کلینیک کې د جراحي عملیاتو، بستر او امبولانس خدمات نه لري.

خو په وینا يې، د دغه ولایت د عامې روغتيا ریاست هڅې پيل کړې چې دغه مرکز له BHC څخه CHC ته لوړ کړي چې هغه مهال به د جراحي عملیاتو او امبولانس خدمات هم ولري.

بلخوا د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولین هم د خلکو دغه ستونزه مني خو ډاډ ورکوي چې ژر به حل شي.

د پکتیکا د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالله جان حقمل پژواک ته وویل، اوس په زېړوک ولسوالۍ کې یو اساسي روغتیايي مرکز، یو فرعي روغتیايي مرکز او یو ګرځنده روغتيايي ټیم فعالیت کوي.

هغه وايي: «د زېړوک BHC اساسي روغتیایې مرکز د ارتقا کارونه شوي او ډېر ژر به د CHC مرکزي روغتیايي مرکز خدمات پیل کړي چې د جراحي عملیاتو او لېږد اسانتیاوې به ولري.»

نوموړي زیاته کړه، د عامې روغتیا وزارت له خوا ورته ډاډ ورکړل شوی چې د پکتیکا په ډېری ولسوالیو کې به «ډي اېچ» روغتیایي مرکزونه جوړېږي او په دې سره به د خلکو ۹۵ سلنه روغتیایي ستونزې حل کېږي.

د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې، دا مهال په پکتیکا کې ۱۳۸ روغتيايي مرکزونه فعال دي چې له دې جملې یوازې په خیرکوټ او ارګون ولسوالیو کې دوه ډي اېچ روغتیايي مرکزونه شته او نور اساسي مرکزونه دي.

د یادونې ده، د تېرې شل کلنې جګړې له امله د نورو برخو تر څنګ روغتيايي سکټور هم سخت زیانمن شوی او ډېری خلک معیاري روغتياي خدماتو ته لاسرسی نه لري.

Views: 229

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version