Pajhwok Afghan News

په جوزجان کې یوې راډیو فعالیت پیل کړ

شبرغان (پژواک، ۱۶ وری ۱۴۰۱): په داسې حال کې چې په جوزجان ولایت کې ځینې غږیزې، انځوریزې او چاپي رسنۍ له مالي ستونزو شکایت کوي، خو په شبرغان ښار کې د ترکیې په مالي ملاتړ یوې راډیو فعالیت پیل کړ.

د جوزجان پوهنتون د راډیو مسوول مدیر سخي داد مهدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې پوهنتون غږ راډیو د ترکیې هېواد په مالي مرسته نن په جوزجان کې په ۹۰،۲ څپه خپلې خپرونې پیل کړې او هره ورځ به خپرونې کوي.

هغه زیاته کړه: «دغه راډیویي سټېشن د ژورنالېزم څانګې محصلینو د پوهې لوړولو او د بېلابېلو راډیویي پروګرامونو خپرولو په موخه د دغه ولایت په کچه خپل فعالیت پیل کړی دی.»

سخي داد وویل، د راډیو د خپرونې برخې چارې د ژورنالېزم څانګې استادان او زده کړیالان پر مخ وړي او بېلابېلې برنامې لري.

هغه څرګنده کړه چې د یادې راډیو خپرونې په جوزجان او د سرپل ولایت یوه برخه کې اورېدل کېږي او یوې لویې کتلې خلکو ته د لاسرسي وړ ده.

په شبرغان ښار کې د «پیام بانو» راډیو امتیاز خاوند فواد احمد سرایش وایي چې په جوزجان ولایت کې غږیزې رسنۍ له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

نوموړی وایي، د مخکني نظام له سقوط وروسته او په هېواد کې د اقتصادي ستونزو ډېرېدو له امله، رسنۍ له مالي ستونزو سره مخ دي او یوې راډیو فعالیت هم درولی دی.

د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ډاکتر هلال بلخي، د پوهنځي په چوکاټ کې د یادې راډیو جوړول په اکاډمیک ډګر کې مثب ګام بولي.

هلال وایي، د ژونالېزم څانګې محصلینو لپاره د دې غږیزې رسنۍ فعالیت ډېرې اسانتیاوې رامنځته کوي.

هغه وویل، دوی کولای شي خپل نظري درسونه په دې راډیو کې په عملي بڼه تجربه کړي.

د بلخي په وینا، دغه رسني کولای شي په جوزجان پوهنتون کې د ژونالېزم ټولګي زده کړیالانو لپاره لویې لاسته راوړنې ولري.

نوموړي وویل: «موږ په خپل ټول توان له رسنیو د ملاتړ په برخه کې کار کوو او د هغو د خپرونو د لا ښه والي لپاره هڅه کوو.»

د اطلاعاتو او کلتور رییس د معلوماتو له مخې، دا مهال په جوزجان ولایت کې ۱۱ شخصي راډیوګانې فعالیت لري؛ یوه راډیو د مخکني حکومت له سقوط وروسته د اقتصادي ستونزو له امله له فعالیته لوېدلې ده.

Views: 22

Exit mobile version