ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ماینونه، په افغانستان کې هره میاشت په اوسط ډول ۱۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اړوي

6 Apr 2022 - 16:43
6 Apr 2022 - 16:43

کابل (پژواک، ۱۷ وری ۱۴۰۱): پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولین وايي، تېر زېږديز کال په هېواد کې د ماینونو او ناچاودو توکو په چاودنو کې ۱۰۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې چې زياتره يې ماشومان دي.

دا څرګندونې د ياد وزارت د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ رییس قاري نورالدین رستم خېل، نن (چهارشنبه) کابل کې د ماین پاکۍ نړيوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې پر مهال وکړې.

د هغه په خبره، هره میاشت په هېواد کې کابو ۱۲۰ کسانو ته د ماینونو او ناچاودو توکو له امله مرګ ژوبله اوړي.

نوموړي زیاته کړه، په تېرو ۷ میاشتو کې په شلو ولایتونو کې څه باندې ۲۰ کیلومتره سیمه له ماینونو پاکه شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version