Pajhwok Afghan News

۱۳۳ رسنۍ د فریکونسي جواز نه تمدید له امله شاوخوا ۲۰۲ میلیون افغانۍ پوروړې دي

کابل (پژواک، ۲۰ وری ۱۴۰۱): مخابراتو وزارت وايي چې ۱۳۳ رسنۍ د فریکونسیو د جواز نه تمدید له امله شاوخوا ۲۰۲ میلیون افغانۍ پوروړې دي، امنیتي ارګانونه باید د هغو نشراتي فعالیت د رسنیو د جوازونو تر تمدید بورې بند کړي.

د پورونو د هغه جدول پر اساس چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له خوا پژواک خبري اژانس ته لېږل شوی، ۱۳۳ راډیوګانې او ټلوېزیوني شبکې د ۲۴۷ فریکونسۍ جوازونو د نه تمدید او فریکونسیو د کلنیو لګښتونو له امله په ټوله کې ۱۹۸.۷ میلیون افغانۍ او ۴۵۴۳۹۵ امریکايي ډالر پوروړې دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او اترا ادارې شاوخوا یوه میاشت مخکې د (کب ۱۴مه) کورنیو چارو وزارت ته په یوه مکتوب کې لیکلي: ((دغه محترم وزارت ته معلومه ده چې د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) په مرکز او ولایتونو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیو پر نشراتو د نظارت د رسمي لیک پر اساس له قانوني طی مراحلو او مکلفیتونو او تادیې وروسته په مرکز او ولایتونو کې د راډیوګانو او ټلوېزیوني شبکو د سټېشنونو د فریکونسیو جوازلیکونه صادر کړي او صادروي یې.))

سرچینې لیکلي چې د فریکونسیو جوازلیکونه معمولاً د یو کال لپاره صادرېږي چې د مکلیفتونو له تادیې وروسته بېرته د راتلونکي کال لپاره د تمدید وړ دي.

په مکتوب کې راغلي: ((کله چې د راډیو او ټلوېزیون جواز چې د یاد محترم وزارت د امنیتي موظفینو له خوا پوښتل کېږي او میعاد یې پای ته رسېدلی وي، په دغه صورت کې یې نشرات ناقانونه دي او امنیتي موظفین کولای شي د جوازونو تر تمدید پورې یې نشراتي فعالیت بند کړي، د هغه محترم وزارت په همکارۍ د دولت عایدات پر ټاکلي وخت ترلاسه او خپل مسوولیت په ګډه ادا کړی وي.))

دغه راز په مکتوب کې راغلي، په مرکز او ولایتونو کې د ټلوېزیوني شبکو او راډیوګانو د سټېشنونو د پوروړو بشپړ جدول یې د قانوني تعقیب لپاره کورنیو چارو وزارت ته لېږلی څو سرغړوونکي وپېژني، د حساب تصفیې او جوازونو د تمدید لپاره یې دې ادارې ته معرفي او ولېږي.

د رسنیو او خبریالانو د بنسټونو فدراسیون د مشرتابه غړي حجت الله مجددي په یوه ویډیو کې ویلي چې هېواد کې تر سیاسي بدلون وروسته د اقتصادي ستونزو له امله یو شمېر رسنیو فعالیت بند کړی، ځينې چې فعالیت هم لري له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

هغه د اترا ادارې دغه اقدام ته په غبرګون کې ویلي: ((له بده مرغه دغه کار د بیان ازادۍ او رسنیو ته ډېر لوی تاوان رسوي. په هغه ناسته کې چې نن مو اطلاعات او کلتور وزارت کې له مسوولینو سره درلوده له دوی مو وغوښتل چې رسنیو سره په دې برخه کې همکاري وکړي.))

نوموړی وايي چې باید داسې یوه لاس ولټول شي چې رسنۍ وکولای شي هم خپل پورونه روکړي او هم یې له تړل کېدو مخه ونیول شي.

له دې مخکې هم د افغانستان د ازادو رسنیو د ټولنې فدراسیون هم ویلي وو چې افغانستان کې د سرپرست حکومت تر جوړېدو وروسته تر ۴۰ سلنه ډېرې رسنۍ د اقتصادي ستونزو له امله غیرفعاله شوې دي.

Views: 44

Exit mobile version