Pajhwok Afghan News

سوداګر: حکومت دې د ویزو په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي

کابل (پژواک، ٢٩ ورى ١٤٠١ ): په کابل کې ځیني سوداګر د سرپرست حکومت له لوري بهرنیو  پانګه‌والو ته د ویزې او نورو برخو کې د اسانتیاوو برابرول یو ښه اقدام بولي؛ خو وایي چې حکومت باید افغان سوداګرو ته هم د ویزو په برخه کې اسانتیاوې رامنځ ته کړي.

شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې د سرپرست حکومت په اقتصادي غونډه کې پرېکړه وشوه چې بهرنیو پانګه‌والو ته د اسانتیا لپاره به د کابل په هوایي ډګر کې د بېړنۍ ویزې د ورکړې څانګه پرانیستل شي.

د یادې موضوع په تړاو د افغانستان د اوسپنې د ویلې کولو فابريکې اجرایوي رییس عبدالنصیر ریشتیا پژواک ته وویل چې افغان سوداګر د ويزو په ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخ دي.

نوموړی وایي، حکومت دې سوداګرو ته د بېلابېلو هېوادونو د ويزو په ترلاسه کولو کې اسانتياوې رامنځ ته کړي.

هغه زياتوي: «د ویزو او پاسپورټونو په ترلاسه کولو کې د ستونزو له امله ګڼ شمېر سوداګر له هېواده وتلي او پانګه هم له هېواده د ویستلو په حال کې ده.»

هغه دا هم وويل د حکومت له خوا بهرنیو پانګه والو ته د ویزو او نورو برخو کې د اسانتیاوو له برابرولو سره به هېواد کې د بهرنيو پانګه‌والو شمېر ډېر شي چې دا يو مثبت کار دى.

همدارنګه يو بل سوداګر مخلص احمد پژواک ته وویل چې سوداګرو ته د ویزو په ترلاسه کولو کې پخوا یا اوس کومه اسانتيا رامنځ ته شوې نه ده.

دی وایي چې اوس هم سوداګر په تور بازار کې په ډېره لوړه بیه د نورو هېوادونو وېزې ترلاسه کوي او پخوا يې هم دغه کار کاوه؛ حکومت بايد دا ستونزه حل کړي.

نوموړی زياتوي: «د بهرنیو سوداګرو راتګ افغانستان ته د داخلي پانګه‌والو لپاره ډېر مهم دی؛ ځکه هغوی په سوداګرۍ او صنعت کې تجربې لري او موږ به ترې استفاده وکړو.»

دغه راز زاهد الله یو بل سوداګر پژواک ته وویل چې تر اوسه سوداګرو ته په هېواد کې د ويزو ترڅنګ په نورو برخو کې هم اړينې اسانتياوې رامنځ ته شوې نه دي.

دى وايي: «داخل کې موږ ته د بل هېواد ويزې نه راکول کېږي، مجبور يو په بهر کې د بل هېواد ويزې ترلاسه کړو.»

ځینو نورو سوداګرو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومتي مسوولينو يې د يادې ستونزې د حل غوښتنه وکړه.

د يادو څرګندونو په تړاو د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي پژواک ته وویل، حکومت په دې هڅه کې دی چې سوداګرو ته د ویزو په برخه کې اسانتیاوې رامنځ ته کړي.

د يادونې ده، په هېواد کې له سياسي بدلون وړاندې افغان سوداګرو له ډېرو هېوادونو سره سوداګريزې راکړې ورکړې درلودې؛ خو د افغانستان سوداګري اوس له څو هېوادونو سره محدوده شوې ده.

Views: 73

Exit mobile version