ترینکوټ (پژواک، ۲۲ غویی ۱۴۰۱): په اروزګان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق/ UNICEF ولایتي مسوول وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او ولسوالیو کې ۵۰۰ کلیوالي ټولګي جوړوي چې زرګونو ماشومانو ته به په کې د زده کړو زمینه برابره شي.
ډاکټر احمد فواد دا څرګندونې د اروزګان ولایتي ادارې له مسوولینو سره په یوې ناستې کې وکړې او له هغوی یې وغوښتل چې په دې برخه کې همکاري ورسره وکړي.
هغه زیاته کړه، د زده کړې دا ۵۰۰ کلیوالي ټولګي به د مرکز ترینکوټ او ولسوالیو په هغو کلیو کې جوړ شي چې ماشومان یې له زده کړو بې برخې دي.
دی وايي، د دغو ټولګیو له جوړېدو سره به زرګونو هلکانو او نجونو ته د زده کړو زمینه برابره شي.
د ده په خبره، يونیسف ادارې په دغه ولایت کې د زده کړې د کلیوالي ټولګیو جوړولو ترڅنګ د څښاک پاکو اوبو، روغتیا او زده کوونکو ته د درسي توکو په رسولو کې بېلابېل پروګرامونه عملي کړي دي.
د ده په خبره، له تېرو څو میاشتو راهیسې د دغې ادارې په مرسته د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۱۸۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبو شبکې جوړې شوې، پر ۱۹ زره زده کوونکو درسي توکي وېشل شوي او دغه راز د روغتیا ساتنې په موخه یې ۴۰ زره صابونونه هم وېشلي دي.
هغه یادونه وکړه، د اروزګان په ولایتي روغتون او د مرکز ترینکوټ اړوند د سرمرغاب سیمې په عمري ښارګوتي کې یې د څښاک اوبو لویه شبکې جوړې کړې چې سلګونه کورنۍ ګټه ورڅخه اخلي.
نوموړي د څښاک اوبو د ورته ۲۵ نورو پروژو یادونه وکړه چې په مرکز ترینکوټ او درېیو ولسوالیو کې پلې کېږي.
د ده په خبره، یونیسف اداره ژمنه ده چې د ځايي مسوولینو په همکارۍ ګڼ نور ښوونیز او روغتیايي پروګرامونه پلي کړي.
د اروزګان ولایت مرستیال مزمل وویل، ولایتي اداره له یونیسف سره پوره همکاره ده څو هغوی په ښه توګه خپل بشري پروګرامونه عملي کړي.
هغه غوښتنه وکړه چې دغه اداره دې د پوهنې ترڅنګ د روغتیا په برخه کې هم خپلې مرستې ډېرې کړي؛ ځکه د دغه ولایت خلک په دې برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
په دې ناسته کې دواړو لورو ټینګار وکړ څو اروزګان ته پاملرنه ډېره کړي ځکه دا ولایت د تېرو څو لسیزو راهیسې د پرمختیايي بهیره وروسته پاتې شوی دی.
Views: 35