Pajhwok Afghan News

په هرات کې د رسنیو وضعیت د اندېښنې وړ دی

هرات (پژواک، ۲۹ غویی ۱۴۰۱): په هرات کې د ځینو رسنیو لپاره د بازار او لازمو او مناسبو کاري شرایطو نشتون د دې لامل شوی چې یو شمېر رسنۍ په دغه ولایت کې خپل فعالیتونه ودروي، کارکوونکي رخصت کړي او د تل لپاره خپلې دروازې وتړي.

د رسنیو مسوولینو او د مدني ټولنې فعالانو د ځینو خپرونو د نشر په برخه کې پر رسنیو او خبریالانو د محدودیتونو د وضعیت پر دوام اندېښنه ښودلې او د سرپرست حکومت له فرهنګي مسوولینو یې غوښتي څو اجازه ورکړي چې رسنۍ او خبریالان خپلو فعالیتونو ته په خپلواک ډول دوام ورکړي.

په هرات کې د استقلال په نوم یوه سيمه ييز ټلویزيون مشر بشيرعلي پژواک خبري اژانس ته وويل، په اوس وخت کې خصوصي رسنۍ له ننګونو، د کاري ساحې له محدوديت او مالي ستونزو سره مخ شوي او که وضعیت په همدې ډول دوام وکړي، د رسنیو فعالیت او خپرونې ودرېږي.

نوموړي له پژواک سره په خبرو کې زیاته کړه: «رسنۍ په یوه ټولنه کې د سترګو او څراغ په توګه تل رڼايي خپره کړې او د هغو حقایقو په انعکاس سره خلکو ته خبر ورکوي چې د چارواکو له نظره پټ وي.

نوموړی وایي، د خصوصي رسنیو راتلونکې په هغه صورت کې چې خبریالان د پېښو له پوښښه منعه شي، سریالونه بند شي او پر تفریحي برنامو او موزیک باندې بندیز ولګېږي، د اندېښنې وړ ده، دا وضعیت د دې لامل شوی چې د یو ډېر شمېررسنیو مسوولین او خبریالان خپلې دندې پرېږدي یا مهاجرت وکړي.

د هغه په وینا، دې پروسې د رسنیو د سوداګرۍ او اعلانونو بازار ته هم زیان رسولی؛ د دغه وضعیت دوام به د دې لامل شي چې په دغه ولایت کې نورې رسنۍ هم بندې شي.

اوسنی وضعیت او د ځینو رسنیو لپاره د مناسب مالي وضعیت نشتوالی د دې لامل شوی چې مدني فعالان هم په دې برخه کې عدالت وغواړي.

د دغه ولایت د مدني ټولنې فعالې فاطمې فراهي له پژواک خبري اژانس سره خبرو کې وویل، ټولیزې رسنۍ د یو اغېزناک ځواک په توګه د یووالي پیاوړتیا، همپالنې او یوې رښانه راتلونکې ته د خلکو د هدایت په برخه کې مهم رول لري او په خپل وار سره رښانه راتلونکې ته د هیلې پیدا کېدو لامل هم دي.

هغې زیاته کړه، رسنۍ کولی شي ملي یووالی پیاوړی کړي او په سم مدیریت سره د ټولنیزو نیمګړتیاوو مخه ونیسي.

هغې په دغه ولایت کې د رسنیو له اوسني وضعیته ناخوښي څرګنده کړه او د سرپرست حکومت له مسوولینو یې وغوښتل چې د رسنيو، خبريالانو او ښځو په برخو کې د يوې روښانه تګلارې په رامنځته کولو کې جدي اقدام وکړي.

په همدې حال کې د افغانستان اسلامي امارت فرهنګي مسوولینو د نشراتي تګلارې بدلولو په موخه د رسنیو له مسوولینو څو ناستې هم درلودې.

د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریيس نعيم الحق حقاني د رسنیو د اقتصادي وضعیت په اړه پژواک خبري اژانس ته وويل: «يو شمېر بهرنۍ رسنۍ هڅه کوي چې د ناسمو خبرونو او معلوماتو په خپرولو د خلکو ذهنيت، روحي او رواني حالت ګډوډ کړي او د ټولنې له واقعیتونو یې لرې وساتي.»

هغه زیاته کړه، د افغانستان د «اسلامي امارت» له بریا وروسته مسوولینو په مرکز او ولایتونو کې څو ځلې د رسنیو له استازو سره د لا ښې همغږۍ،  د خپرونو د منظم نشر او د  یو لړ مثبت بدلونونو رامنځته کولو په موخه لیدنې کړې دي.

په وروستیو کلونو کې په ټول هېواد کې یو شمېر غږیزو او تصویري رسنیو د پام وړ وده درلوده چې له ډلې یې یوازې په هرات ولایت کې ۲۰ ټلوېزیوني او ۲۵ راډیويي شبکو فعالیت درلود.

پژواک ته د وروستيو رسېدلو ارقامو له مخې، په دغه ولايت کې د ټولو ټلوېزيونونو او راډيوګانو له ډلې ١٢ تلوېزيونونه او ١٣ راډيوګانو خپلو خپرونو ته سربېره پر جدي اقتصادي ستونزو دوام ورکړی دی.

Views: 23

Exit mobile version