Pajhwok Afghan News

په زابل کې د پولیو واکسین درې ورځنی کمپاین پیل شو

 کلات (پژواک ۸ غبرګولی ۱۴۰۱): په زابل کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو واکسین درې ورځنی کمپاین پیل شو چې په لړ کې به یې، د دغه ولایت ۱۷۲ زره ماشومانو ته د پولیو واکسین او ویټامین اې ورکړل شي.

روغتیايي چارواکي وایي، دا د روان ۲۰۲۲ زېږدیز کال درېیم پړاو واکسین کمپاین دی چې نن (د غبرګولي ۸ مه) پیل شو.

د زابل د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالحکیم حکیمي پژواک خبري اژانس ته وویل، د واکسین دا کمپاین درې ورځې دوام کوي چې په ترڅ کې به یې د دغه ولایت ۱۷۲ زره تر پنځو کلونو کم عمر ماشومانو ته د پولیو واکسین او ویټامین اې ورکړل شي.

هغه زیاته کړه، دا کمپاین به د ۲۸۲ ټیمونو له خوا په مرکز او ولسوالیو کې جومات په جومات ترسره شي او هېڅ ماشومان به له واکسینه پاتې نه شي.

دی وايي، دا مهال د ولایت په کچه په ۹۰ روغتیايي مرکزونو کې د پولیو او نورو وژونکو ناروغیو واکسینونه شته.

نوموړي د کمپاین د ښه پلي کېدا په موخه له دیني عالمانو، قومي مخورو او عامو اوسېدونکو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د زابل اوسېدونکي وايي، نه یوازې خپلو ماشومانو ته واکسین ورکوي، بلکې له روغتیايي ټیمونو سره مرسته کوي څو د دغه ولایت تر هر ماشوم پورې واکسین ورسېږي.

د مرکز کلات د نورک سیمې یوه اوسېدونکي حاجي حیات الله پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې وروستیو کې د دغه ولایت د ډېرو اوسېدونکو د پوهاوي کچه لوړه شوې او خپلو ماشومانو ته واکسین ورکوي.

دی وايي، همدا لامل دی چې سږ کال دلته د پولیو مثبته پېښنه نه ده ثبت شوې.

په زابل کې د پولیو واکسین کمپاین په داسې حال کې پیلېږي چې د روغتیايي کارکوونکو په وینا، په هېواد کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ناروغي مخ په ختمېدو دی او په دې تمه دي چې بیا تکرار نه شي.

سږ کال د هېواد په کچه د پولیو یوازې یوه پېښه په پکتیکا ولایت کې ثبت شوې او تر دې مهاله یې د هېواد په نورو ولایتونو کې کومه بله پېښه نه ده ثبت شوې.

Views: 44

Exit mobile version