کندهار (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۱): په کندهار کې نن د وږي په ۲۸مه، په داسې حال کې د ماشومانو د ګوزڼ/ پولیو واکسین درې ورځنی کمپاین پیل شو چې په تېر پړاو کې ۴۴ سلنه ماشومان له واکسینه پاتې شوي وو.
خو چارواکي وايي، هڅه کوي د پولیو واکسیناسیون په دغه پړاو کې تر ټولو ماشومانو واکسین ورسوي.
په کندهار کې د کتلوي معافیت آمر ډاکټر حزبالله فطرت پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د پولیو واکسین درې ورځنی کمپاین پیل شو چې په ترڅ کې به یې په کندهار کې ۶۲۰زره او د سوېلي زون په کچه ۲ میلیون او ۴۰زره له پنځو کلونو د کم عمر ماشومان واکسین شي.
هغه زیاته کړه، د واکسین کمپاین په تېر پړاو کې په کندهار کې ۴۴ سلنه ماشومان له واکسینه پاتې شوي وو چې لامل یې د کور په کور کمپاین پر ځای جومات په جومات کمپاین دی.
د ده په خبره، له مسوولینو سره یې خبرې پیل کړې څو د پولیو واکسین کمپاین کور په کور پلی کړي، خو تر اوسه یې اجازه نه ده تر لاسه کړې.
له تېرې څه مودې راهیسې چارواکو د نامعلومو دلایلو له مخې په کندهار کې کور په کور د واکسین پر کمپاین بندیز لګولی دی.
د کندهار د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر سید احمد وویل، اړوند ریاست د پولیو واکسین په کمپاین کې بشپړه همکاري کوي او په هغو سیمو کې خلکو ته پوهاوی ورکوي چې د بېلابېلو دلایلو له مخې خپل ماشومان نه واکسینوي.
دیني عالم مولوي حبیبالله د یاد ولایت د جوماتونو له امامانو وغوښتل چې خلک وهڅوي څو خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړي.
سږنی زېږدیز کال (۲۰۲۲) د هېواد په کچه د ماشومانو د ګوزڼ دوې پېښې ثبت شوې چې یوه په کونړ او بله په پکتیکا کې ده.
Views: 33