Pajhwok Afghan News

اروزګان کې د کوزڼ واکسین کمپاین پیلېدل؛ خلک: د کور په کور واکسین تطبیق ته دې اجازه ورکړل شي

ترینکوټ (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۲): اروزګان کې د پولیو واکسین درې ورځنی کمپاین په داسې حال کې پیل شو چې د واکسین برخې مسوولین وايي، په دغه ولایت کې له هر کمپاینه څه باندې ۳۵ زره ماشومان له واکسینه پاتې کېږي.

دغه څرګندونې په اروزګان کې د واکسین برخې مسوول ډاکټر بخت‌محمد مصطفی نن د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د ګوزڼ واکسین درې ورځني کمپاین د پیل پر مهال وکړې.

هغه وویل، د خپلو لسګونو رضاکارانو په مرسته به د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۲۳۷ زره ماشومان واکسین شي.

نوموړي زیاته کړه: «تر اوسه د اروزګان یوازې ٥٨ سلنه برخه کې کور په کور واکسین ته اجازه ورکول شوې او ۴۲ سلنه يې ساحه په ساحه یا جومات په جومات واکسین تطبیقېږي چې له امله يې په هر کمپاین کې له ۳۵ زره ډېر ماشومان پاتې کېږي.»

مصطفي وویل، هڅې يې پيل کړې چې په پاتې سیمو کې هم کور په کور واکسین تطبیق ته لاره هواره کړي.

نوموړي له خلکو وغوښتل څو له رضاکارانو سره مرسته وکړي او خپل ماشومان دې واکسین کړي.

د اروزګان یو شمېر اوسېدونکي هم غوښتنه کوي چې مسوولین دې د کور په کور واکسین تطبیق ته اجازه ورکړي.

د دغه ولایت د چارچینو ولسوالۍ یوه اوسېدونکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخیستل شي وویل: «زه یوه ماشومه لور او یوه ماشومه ورېره لرم چې دوه ځلې د واکسین له تطبیقه پاتې شوي دي.»

هغه زیاته کړه، دی او ورور يې هره ورځ سهار وخته د کار لپاره له کوره بهر وځي، نو ښځې یا د واکسین پر کمپاین نه خبرېږي او یا نه شي کولای ماشومان د واکسین لپاره جومات ته ورولي.

هغه غوښتنه کوي چې د واکسین کمپاین دې کور په کور شي څو هيڅ ماشوم له واکسینه پاتې نه شي.

Views: 51

Exit mobile version