Pajhwok Afghan News

په زابل کې د کتابونو نندارتون جوړ شو

کلات (پژواک ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۱): د زابل په مرکز کلات کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له خوا پنځه ورځنی د کتابونو نندارتون جوړ شو .

د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي رحمت الله حماد پژواک خبري اژانس ته وویل، چې د کتابونو د دې نندارتون له جوړېدو څخه یې موخه په دې ولایت کې په خلکو کې د کتابونو د مطالعې دودول او ورسره مینه پیدا کول دي .

هغه زیاته کړه، په دې وروستیو کې په ټولنه کې څنګه چې اړتیا ده، مطالعه نه کېږي او دوی هم په همدې سبب دا ډول نندارتونونه جوړوي، ترڅو لا هم ځوانان او د دې ولایت اوسېدونکي مطالعې او کتاب لوستلو ته مخه کړي او خپل معلومات زیات کړي.

د ده په وينا، د دې ولایت په عمومي کتابتون کې څه دپاسه (۱۳۰۰۰) ټوکه بېلابېل کتابونه لري، چې د مطالعې لپاره یې هم ښه ارامه فضا برابره کړې او هر څوک کولاي شي چې په ازادانه ډول کتابتون ته راشي او د خپل خوښې وړ کتاب ولولي.

د اطلاعاتو او فرهنګ رییس زیاتوي، د مرکز کلات ترڅنګ په شینکۍ ولسوالۍ کې هم کتابتون لري او په راتلونکی کې په پام کې لري چې د کتابونو دا ډول نندارتونونه په ولسوالیو کې جوړ کړي.

نوموړي هیله مندي وښوده چې ځوانان مطالعه وکړي، خپله پوهه ډېره کړي څو له دې لارې خلکو او خپل هېواد ته خدمت وکړي.

د کتابونو دغه نندارتون ته راغلو کسانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د دې اقدام هرکلی او ستاینه وکړه او غوښتنه وکړه، چې د کتاب لوستنې د دودولو لپاره دې ته ورته نور ګامونه هم واخیستل سي.

د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو مدیر نیازمحمد زیارمل پژواک اژانس ته وویل، کوم ملتونه چې زده کړو ته ارزښت ورکوي او د مطالعې فرهنګ په کې عام دی، د نړۍ د پرمختللو ټولنو په کتار کې راځي .

دی له اوسني حکومت څخه غواړي چې پوهې او زده کړو ته ډېر کار وکړي، کتابتونونه او ورته فرهنګي پروګرامونه جوړ کړي ترڅو ځوانان لا هم مطالعې ته وهڅول شي.

د نندارتون ګډونوال عبدالرحمن پژواک ته وویل، چې د ذهینت جوړېدو او د ټولنې د پرمختګ لپاره اړتیا ده، چې ورته د کتابونو نندارتونونه جوړ شي، ترڅو ځوانان، د ښوونځیو زده کوونکي او محصلین د مطالعې په ارزښت پوه شي او د خپلو زده کړو ترڅنګ ازاده مطالعه وکړي.

هغه زیاته کړه، په کومه ټولنه کې چې مطالعه نه کېږي او ځوانان یې له کتاب سره مینه نه ښيي، د ورسته پاتې کېدو لامل یې ګرځي.

نوموړي هیله مندي وښوده چې اطلاعاتو او فرهنګ ریاست دې په دې برخه کې لا ډېرې هڅې وکړي او ولسوالیو ته هم دا ډول نندارتون ورسوي.

Views: 13

Exit mobile version